دفلسطینیانو پرضد دصهیونیسټانو اقدامات دوام لري

دبیت المقدس د هستوګنه فلسطینیانو پرضد دصهیونیسټ میشته  خلکو توکمیز اقدامات دوام لري .
قدس نیټ خبري اژانس وايي نن سهار یو شمیر سرزورو صهیونیسټانو دنیواک قدس په شمال کښې په بیت حنینا کوڅې حملې سره دفلسطینیانو په لسګونو ګاډو ته د تاوان په رسولو سربیره دهغوې دکورونو په دیوالونو د عربانو پرضد توکمیز شعارونه  ولیکل .
د توکم پالو شعارونو لیکل ، د ګاډو تباه کول ، په  کروندو حملې ، او دمسلمانانو دسپڅلیو ځایونو او جوماتونو سپکاوي په هغواقداماتو کښې شامل دي چې صهیونیسټ ښارګي میشته خلک يې د اسرایلو دملاتړونو په سیوري کښې د نیواکي قدس او د اردن سین د لویدیځې غاړې د هستوګنه فلسطینیانو پرضد ترسره کوي .
له بلې خوا صهیونیسټي عسکرو نن سهار داردن سین دلویدیځې غاړې په شمال  کښې د نابلس ښار په ختیځ کښې په بلاطه کیمپ بانډې یرغل سره دوه (۲)فلسطینیان ونیول او نامعلوم ځاې ته یې بوتلل .
داسرایل عسکرو بیګا هم دبیت لحم ښار په شمال کښې په عایده کیمپ حملې سره ددوو(۲) وړونو په شمول نهه (۹) فلسطینیان ونیول.

Add new comment