دلبنان خارجه وزیر له قطر وغوښتل د عکاس دخوشي کیدا کوشش وکړي

دلبنان خارجه وزیر په سوریې کښې دتښتول شوي عکاس د خوشي کولو لپاره دقطر د هڅې غوښتنه وکړه .
دلبنان العهد خبري سایټ راپور ورکړ ددغه هیواد خارجه وزیر جبران باسیل په کویت کښې د عربو اتحادیې د غړیو هیوادونو دخارجه وزیرانو دغونډې په څنګ کښې دقطر له خارجه وزیر خالد بن محمد العطیه سره په کتنې کښې غوښتنه وکړه چې قطر د لبنان دعکاس سمیر کساب د خوشي کیدا لپاره زیاتې هڅې  وکړي .
دلبنان عکاص د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې دسوريې دحکومت ضد ترهګرو لخوا تښتول شوی دی .
دسعودي عربستان او قطر په شمول ځينې عرب هیوادونه په سوريې، عراق ، لبنان، یمن، مصر او لیبیا کښې د ترهګرو ډلو او دهغوي  دمالي او پوځي سرچینو دتامینولو اصلي ملاتړي دي

Add new comment