د انسان په روح او ځان د طبیعت اغیزې

د پسرلي ښکلی موسم په طبیعت کښې له خورا بدلونونو سره یوځاي دی ،دغه بدلون د انسان په جسم او روان اغیزې کوي،له مونږ سره مله اوسئ ،څو په  انسان د طبیعت په اغیزو خبري وکړو.
انسان یو اغیز موندونکی موجود دی او د هغه شخصیت په ژنتیکي عواملو سربیره  د دوو چاپيریالونو تر اغیزو لاندې دی .
یو ټولنیز  چاپیریال دی چې کورنۍ،ښوونځی او دوستان پکې شاملیږي او بل جغرافیاوې چاپیریال دی چې لوړې او ټیټې،غرونه او دښتې،د نور د ځلیدو څرنګوالی او د اوبو او هوا کیفیت دی .
د ژواک چاپيریال جغرافیاوي موقعیتونه ،هر یو د انسان په ځان او روح کښې ،ځانګړې شرایط برابروي .
د بیلګې په توګه ایر انی مسلمان فیلسوف ابن سینا ،باوري دی که انسان په غرنیو سیموکښې ژوند وکړي نو هغه  به چالاک او زړه ور شي ،خو دا چې که د انسان د استوګنې سیمه ټیټه وي نو هغه ناروغ  او ډپریس وي .
نوموړی د غرنیو سیمو اوسیدونکې قوي او پیاوړې بولي ،د مرطوبه سیمو اوسیدونکې یې ښکلي مخ لرونکې بللي اووايي د وچو سیمو د خلکو روحیه،حالات او چلندونه هم ،د مرطوبو سیمو د اوسیدونکو په اپوټه دي .
مشهور مؤرخ ابن خلدون هم باوري دی د معتدلو سیمو اوسیدونکې چې له سختې او سوځنده ګرمۍ خوندي دي د اخلاقو ،خوي صورت او سیرت  له پلوه په اعتدال کښې دي ،په ژوند کښې یې افراط او تفريط  کم لیدل کیږي  خو په سیمو کښې یې آبادونه او رغونه زیاته لیدل کیږي .
د طبیعت اغیزې دومره زیاتې دي،چې  د کال د فصلونو په بدلیدو سره هم د انسان جسم او روان بدلیږي .
د بیلګې په توګه څیړنو ښودلي ده ،چې په پسرلي کښې هغه کسان چې  له رواني ناحوالو سره مخ دي ،نو طبیعي او غوره اخلاق او خوي ترلاسه کوي .
په پسرلي کښې  د رنګونو ډول ډول والی هم دانسان  په روحیې او چلند اغیزې کوي ،شین آسمان، شنه ځمکه ،رنګارنګ ګلونه،ښکلۍ غوټۍ،دا ټول هر یو د امسان په روح  او حتی جسم هم مطلوبې اغیزې کولاي شي .
ایرانی ارواپيژاندی ډاکټر ابراهیمې مقدم وايي:
لکه څنګه چې لیدل کیږي څلور مهم رنګونه یعنی ،آبی ،شین،سور  او زیړ ،په پسرل  کښې زمونږ تر شاوخوا زیات لیدل کیږي ،چې دغه رنګونه هم زمونږ په روحيي،خوي او اخلاقو ډیر اغیز لري .
 آبي آسماني رنګ د آرامښت،رضایت ،عشق او محبت احساس راپیدا کوي . شین رنګ د نفس عزت او د تړاؤ حس لوړوي،سور رنګ د هیله منۍ او امیدوارۍ ،باطنې ګروهنو او هیجان پیداکوونکې حس ژوندی کوي  او بالاخره د لمر زیړ رنګ  او ښکلۍ غوټۍ هم د تاندتیا،راتلونکې ته دهیلې ، نشاط او هیله منۍ حس پیدا کوي .
د پسرلي  په طبیعت کښې موجود رنګونه د مینې او محبت د حس،د شتون د اظهار،فعالیت،هیلې  او امید لامل کیږي ،چې دا ټول ښکلې صفتونه دي چې تل یې د روزلو لپاره هڅې کوو.
په رښتیا چې د پسرلي په ښکلي موسم کښې د طبعیت موسیقۍ ته غوږ اچول  چې له ونو اوریدل کیږي او یا  هم د مرغیو زړه راښکوونکی آواز او د روانو اوبو شڼهار ،هر انسان تاندوي ،پکې ولوله پیدا کوي ،نو ښايي په همدې دلیل وي ، چې زیاتو هرمندانو او شاعرانو تل طبیعت ته مخه کړي ،په پسرلې کښې طبیعت ته تللي او ښکلي الهامونه یې ترې اخیستي دي ،چې همدغه  چاره د زیاترو ښکلیو اثرونو لامل شوي ده .
طبیعت او د هغه اغیزې یوه هغه موضوع ده چې اسلامي تعالیمو هم ورته خورا زیات پام کړی دی .
په دې اړه زیات روایتونه  او آیتونه هم لیدل کیږي ،د بیلګې په توګه اوبه په اسلام کښې ځانګړی اهمیت  لري .
د قرآن په وینا اوبه د درستو موجوداتو د ژوند سرچینه ده ،او د حضرت امام صادق (ع) په تعبیر د اوبه وخوند د ژوند خوند دی .
اوبو ته د مسلمانانو پام له پاکوالې او قداسته ډک دی ،اوبه هغه مایع ده چې له خپل معبود سره یې د ارتباط زمینه برابروي .
په اسلام کښې هیڅ څوک د خدای په لور په لمانځه نه شي ودریدلاي،خو دا چې په پاکو اوبو یې ځان نه وي وینځلاي او یا یې هم اوس نه وي کړی ،چې دې چارې ته اودس او غسل ویل کیږي .
هیڅ مسلمان د خدای د کور په  لور نه شي تللاي،خو دا چې اوس او غسل یې کړی وي ،همدغه راز له اوداسه پرته د قرآن تلاوت هم منع دی ،اوبه نه یوازې جسم پاکوي،بلکه په انسان کښې یو معنوي حاالت هم پیدا کوي ،چې دیني سپیڅلتیاؤ حریم ته د لارې د پیداکولو لپاره زمینه جوړوي ،قرآن او روایتونو کښې اوبه د طهور په نامه هم راغلي دي چې معنی یې پاک او پاکیزه ده .
د انسان په جسم  او روان د طبیعت یوه بله اغیزه هم د هوا اغیزې دي ،ابن سینا د ښې او بدې هوا په اړه  داسي وايي :
ښه او پاکه هوا دا ده چې آزاده وي  او د بخار او دود په څیر خارجي مواد ورسره ګډ نه وي  او همدغه راز په څلورونو دیوالونو او چت کښې بند نه وي ،او دا په هغه بڼه کښې ده ،چې په هوا یوه تباهې نه وي راغلي ،که نه د پټو ځایونو هوا ښه ده .
نوموړی د هوا د ککړتیا په  اړه وايي،ککړه ها تنفس تنګوي او اخلاط زیاتوي ،دا چې هوا ککړه ده او که نه له دوو  لارو یې معلومولاي شو ،لومړی دای چې په دغه ډول یوه هوا کښې واړه ستوري په
 ډیري سختۍ سره  لیدل کیږي او بله دا چې د ځلیدونکو ستورو ځلا هم کمه ده .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص)  او د هغوئ د اهل بیتو په بیاناتو کښې  د کال په اوږدو کښې د سړي او ګرمي  هوا ډیرو ګټو ته اشاره شوي ده  او همدغه راز په  قرآن او زیاترو روایتونو کښې بادونه اهمیت ناک بلل شوي ،حضرت علی (ع) د هر فصل د هوا د اغیزو په اړه وايي :
د سړو په لومړیوکښې منی دی او ترې ډډه وکړئ  او په پاي کښې چې یې د پسرلي پیل دی د هغه هرکلی وکړئ ،په مني کښې ځانونه پټ کړئ  او په پسرلي کښې مو جامي کمي کړئ ،ځکه سړه هوا له بدن سره هغه کار کوي چې له ونو سره یې کوي،د سړو په لومړیو کښې پاڼې توئیږي او ونې هم وچیږي ،خو په پاي کښې یې ونې زرغونیږي  او ونې پاڼې او غوټۍ او بار نیسي ،
ابن ابی الحدید د دې وینا په شرحه کښې د منې د لومړیو له سړې هوا سره د بدن مخامخیدل  هغه انسان ته ورته بولي،چې ناڅاپه  له ډیر ګرم ځایه د ساړه کور په لور ځي ،خو د پسرلي له سړو سره مخامخیدنه ،تاوان نه رسوي ،ځکه بدن د ژمي له سړي  هوا سره عادت کړی دی .
حضرت امام صادق (ع) هم له خپل یار  او ملګري مفضل سره په خبرو  اترو کښې د کال په اوږدو کښې په یخنۍ او ګرمۍ کښې د ډیرو ګټو شتون ته اشاره کوي او  هغه د بشر عبرت  او  په  الهي حکیمانه تابیاؤ پیاوړی دلیل بولي او فرمایي :
ای مفضله سړو او ګرمۍ ته د عبرت په سترګه وګوره چې په پرله پسې ډول په دې عالم راځي ،دغه دوه په زیاتوالې او کموالې او تعادل سره ددې لامل شوي دي،چې په کال کښې ‌ډول ډول  هوا  او فصلونه راشي  او ډیرې ګټې هم  په ځان پسې ولري . دغه دواړه(ساړه او ګرمې)د بدنونو د پیاوړتیا او پایدارۍ لامل کیږي ،لږ خو غور  وکړه چې دغه دواړه څنګه په یوه بل پسې راځي ،او یوځي او بل راځي ،یا یو کمیږي بل زیاتیږي ،څو دواړه په زیاتوالې او کموالې کښې  خپلې لوړې او ټیټې درجې ته ورسیږي ،که له دغو یو هم ناڅاپه راشي ،نو بدنونو ته تاوان او زیان رسوي .
ونې او بوټې هم د بشر په ژوند کښې ډیر مهم رړول لري ،د هوا لطافت ،د چاپیریال د هوا تعادل،د خاورې ساتنه  او د انسان د اړتیا وړ خوراکې  موادود یوې برخې تامینول ،د انسان لپاره د ګټې یوه برخه ده .
د شنو او تاندو ونو او بوټو لیدل ،هم هغه یو مورد دی چې اسلام ورته بلنه کړي ده ،په ځینو روایتونو کښې بحث شوی دی چې د شنو ونو او بوټو لیدل د انسان روحي اورواني ناروغۍ کموي او ډپریشن یې له مینځه وړي  او د انسان بصیرت زیاتوي .
حضرت امام صادق (ع) فرمایلي دي،یو هغه شی چې څیره نوراني او روښانه کوي د شنو ونو او بوټو لیدل دي .
 له دغو ټولو دا نتیجه اخلو چې هر کله چې انسان شنې ونې او بوټې ووویني نو په خوشحالۍ او خوند کښې ډوبیږي  او روح او روان یې آرام او ځان یې هم تاند کیږي ،نو د یوه خوشحاله اوتاند جسم او ځان د درلودلو لپاره باید د پسرلي فرصت له لاسه ورنکړو .

Add new comment