قران د زړونو سپرلی
قران د زړونو سپرلی تر عنوان لاندې یو ځانګړې مطلب درته وړاندی کوو په دې هیله چې د استفادې وړ به وګرځی .
طبیعت لپار ه مرګ او ژوند شته دې چې هر کال یې تجروبه کوو . ژمې د طبیعت مرګ دې او سپرلې هم د هغه بیا ژوند . د هر سپرلی په پیل سره طبیعت بیا ژوندی کیږی او خپل ژوند پیلوی . د ژمی خوب وړې طبیعت د بهار د وږمو او بادونو په چلیدو سره داسې تازه کیږی چې ته به وا هیڅ ژمې یې ندې تیر کړې . د بهار په راتلو سره د ژوند سندرې اوریدل کیږی .لکه چې د سپرلی وږمې او بادونه په مړو مځکو کې الهی روح پو کوی ، هغه ټاټوبی چې په منی او ژمی کې یې خپل شین والې له لاسه ورکړې او د وچو لرګیو او پاڼو په هدیرې بدل شوې وو .
زمونږ زړه هم مرګ او ژوند ، ژمې او پسرلې لر ی . که زړه په ظلم او سخت زړی اخته شی یا په ګناه ککړ شی نو مړ دې . خو مړ زړه هم ژوندې کیدلې شی . ښکلا او پاکی د انسان په وجود کې جرړه لر ی نو ځکه غوړیدا اوراټوکیدا ته اړتیا لر ی . له همدې امله ده چې کله چې خداوند منان طبیعت ژوندې کو ی او پکې سپرلې جوتیږی ، نو زړونه په ولولې کې راځی او تاندوالې مومی .
د دین اولیاګان قران کریم د انسان د روح او زړه د صفا او د انسان د غوړیدا او ودې مهم عامل معرفی کوی . قران مجید د لوې خداې د هنر نندارتون دې چې انسان په خپل اسمانی انځورونو او بی ساریو ډګرونو کې فکر او تعقل ته بولی چې د بشر ښکلا لیدونکی سترګې پرانیزی . لکه څنګه چې خداې تعالی د ملک سورې په ۳ او ۴ ایتونو کې فرمایی ،، د خداوند رحمان په پنځون کې هیڅ تضاد او عیب نه وینی ، یو ځل بیا وګوری ایا کوم درز او خنډ وینی ؟ یو ځل بیا (عالم هستی ) ته وګوری بالاخره سترګې دې (د خنډ او عیب په لټون کې ناکامه شوی دی ) د تا په لور ستنیږی په داسې حال کې ستړې او ناتوانه یې ،،
د رسول اکرم ص ستر اعجاز خپلو مخاطبانو ته ژوند ، عقل ، حرکت ، ایمان ، اراده ، عزت او دریدا وربخښی او د انسان په وړاندې د ښکلا او عظمت دنیا نندارې ته وړاندې کوی . د قران ایتونه د انسان او د هغه د وجودی ارزښتونو ښکلا تابلو انځوروی او د ژوند له تورتمونو د خلاصیدا اوپه هوای نفسانی د غلبې او برلاسی توب لارې چارې ښی . په دې ډول قران کریم د زړونو سپرلې نومول شوې دې .
مولای متقیان امیر المومین حضرت امام علی علیه سلام په یوه مبارک حدیث کې فرمایی ،،د زړونو سپرلې او د پوهې سترګې قران کریم دې او د زړه او فکر لپاره له قران پرته بله کومه رڼا نشی پیدا کیدلې ،،
په سپرلی موسم کې ټول بوټی ژوندی ، ګلان خندان ، ونې تازه ، ځنګلونه او دښتې ښیرازه ، میوې شوکولو ته تیارې او لنډه دا چې ټول طبیعت ژوندې ، ښکلې ، پرتمین او ترو تازه وی . کله چې په زړونو د قران کریم وږمې چلیږی نو د زړونو سپرلې پیلیږی . د اخلاقو ګلونه او نیک صفتونه غوړیږی ، له میوو ډکې ونې ، تواضع ، صبر او استقامت ښی او د ګناه واورې ، ورو ورو اوبه کیږی او د ګناه د ژمی پاتې نښې نښانې چې د زړه د مړینې او تباهۍ بوی ترې راځی ، ورو ورو له مینځه ځی . روښانه ده هر څومره چې زیات له قران کریم ګټه پورته کړو نو د زړونو سپرلې او بهار به مو دوامداره شی . متعال خداې د خپل اسمانی کتاب په اړه فرمایی ،،
اې خلکو د تاسو د پالونکی له لوری د تاسو لپاره نصیحت (پند )راغلې او د هغه څه لپاره درمان چې په سینو کې دې او د هدایت لپاره او دا د مومنانو لپاره رحمت دې . ،، (سوره یونس ایت ۵۷ )
که د سپرلی موسم ته لږ ځیر شو نو پکې دوې مهمې موضوګانې لیدلې شو ، یو د متعال خداې عظمت چې د توحید بیانونکې دې او بل د طبیعت بیا ژوندی کیدا چې د معاد یادونکې او د قیامت په ورځ د انسان بیا راپاڅیدل دی . پر دې اساس بهار هم د توحید او هم د معاد موسم دې . قران کریم هم د زړونو پسرلې دې او له هغه سره مینه او بلدتیا د انسان په وجود کې په توحید او معاد باور سیسټماټیک کوی . قران کریم انسان په هغې نړۍ کې تفکر ته هڅوی چې هغه یې احاطه کړې او هغه د نړۍ له درستو رمزونو سره بلدتیا ته هدایتوی او انسان د نړۍ له دو مهمو موضوګانو یعنی مبدا او معاد سره بلدوی .
د قران کریم د ایتونو زړه راښلونکی عطر انسان ژوندې کوی او هغه زړه چې په قران کریم سره ژوندې کیږی هیڅکله نه غمګینیږی . قران د متعال خداې پراخ او له نعمتونو ډک دسترخوان دې . د هغه د ایتونو زړه راښلونکی اواز ، د پرهیزګارانو د پاکو وجدانونو او روحونو ته صفا او تاندوالې بخښی او د قران کریم د معارفو زلاله چشمه د زړونو صفا اووجود ژوند دې .
د قران کریم یوه معجزه د هغه د اعجاز اغیز ده . په دې معنا چې قران کریم د جذابیت او زیاتې اغیز شیندنې له پلوه خارق العاده (میټا فزیک ) ځانګړنه لر ی . د قران کریم حیرانونکې اغیز بې شکه د هغه د معجزې له امله دې او هیڅ معمولی بشر د دې توان نلر ی تر دې حده اغیز شیندونکې کتاب راوړی .
ختیځ پیژاندې فرانسوې ساورای وایی قران خاص اغیز درلودونکې او ځانګړې جذابیت لر ی چې هیڅ کتاب یې نلر ی .
د قران کریم د اغیز په اړه د اسلام د سرکینیو وختونو یوه خوندور ه کیسه نقل شوی ده .
اخنس بن قیس ، ابوجمل او ولید بن مغیره د عربو مشران او د پیامبر اسلام ص مخالفان وو . له دې سره سره به شپې د مکې په کوڅو کې تیریدل او د نبی مکرم سرور کاینات حضرت محمد مصطفی ص د مبارک کور دیوار شاه به ته دریدل او تر سهاره به یې د قران کریم ښکلې او زړه پورې تلاوت اوریده .
ولید بن مغیره په دې اړه وایی ،په خداې مې دې قسم وی چې دا کلام یو خاص خوږلت لر ی او د هغه ځانګړی ښکلا ځلیږی . هغه ونه ده چې څانګې یې له میوو ډکې او تنه یې برکتناکه ده . دا هغه کلام دې چې بشر یې نشی ویلې .
یو برتانوې څیړاندې کنټ ګریک ، قران مې څرنګه وپیژنده نومې کتاب کې لیکلی دی هغه اغیز چې قران په یوه مسلمان سړی او میرمنې شیندی د هغه اعتقاد له امله دې چې هر مسلمان یې په قران لر ی او دا اغیز طبیعی دې ، خو زما په شان یو غیر مسلمان کس په قران له اعتقاده پرته ، هغه پرانیزی او په عین حال کې همدا چې د هغه لوستل پیلوی ، تر اغیز لاندې راځی او څومره چې زیات لولی هغه یې زیاتیږی او دا اغیز یوه استثنایی چاره ده . هغه زیاته کړی ده مونږه برتانیه وال هغه ژبه چې ۱۴ پیړۍ مخکې په برتانیا او د انګلستان په نورو ټاپوګانو کې پرې خبرې کیدلې ، نه پوهیږو . فرانسوی پوهان چې د ژبې استادان دی هم د فرانسې د ۱۴ پیړیو مخکې په فرانسوی ژبې نه پوهیږی . خو د وخت تیریدا د قران کریم د ژبې په نه پوهیدا هیڅ اغیز ندې کړې . کله چې مونږه قران لولو نو د دې په شان ده چې په یوه عرب ژبې هیواد کې ننی کتابونه او ورځپا ڼې مطالعه کوو .
حضر ت امام علی ع په یوه ښکلی روایت کې فرمایلی دی ،، خدا وند منان قران کریم د فقیهانو د زړونو سپرلې او د پوهانو د تندې ماتونکې ګرځولې دې .،،
د ایران د تقلید یو مرجع ایت ا... ناصر مکارم شیرازی د حضرت امام علی ع دغې جملې ته په اشارې سره وایی ، د مځکې په څلورو کې درې برخه اوبه او یو برخه یې وچه ده ، همداراز کابو د انسان د بدن په څلور کې درې برخې اوبه ده نو پر دې اساس د انسان اړتیا اوبو ته ضروری ده او له هغه پرته دوام نه راوړی ، نو په دې اساس د انسان روح هم اوبو ته ضرورت لر ی او زمونږ روحانی اوبه قران مجید دې .
قران کریم د مهربان پالونکی کلام او په درستو پړاونو کې د بشریت شفا بخښونکی نسخه ده . د هغه د ایتونو لوستل د زړه زنګونه لیری کوی او انسان د هر ایت په تلاوت سره د معنویت یوه پاوړې بره ځی .
د سعید بن یسار په نوم یو کس د حضرت امام جعفر صادق علیه سلام په خدمت کې حاضر شو او له حضرته یې د خپل غم د لیری کولو لپاره مرسته وغوښته . امام جعفر صادق ع هغه ته دا دعا ورزده کړه .
،، اې زما پالونکیه ، د هغو ټولو نومونو په برکت چې له تا لره دی څه هغه چې د قران په کتابت کې دې ناذل کړی او څه هغه چې خپل یوه پیدا کونکی ته دې ورزده کړی ، یا دې په خپل علم غیب کې پټ ساتلی دی ، له تا غواړم چې په محمد ص او د هغه په ال درود واستوه او قران کریم زما د سترګو او زړه نور او د زړه د غم او درد د دوړو د څنډولو سبب وګرځوه .
قران د لوړو حکمتونو او لیدتوګو ډکه نړۍ ده چې پکې د هستۍ رمزونه او حقیقتونه ، د پنځون حیرانتیاوې او د انسان لپاره بهترین اخلاقی او روزنیز پروګرامونه موندل کیدلې شی . دغه الهی کتاب ځان د نور ، له باطله د حق جلاکونکې او په سمو لارو د هدایتونکې په شان په ښکلیو او پاکو اوصافو ستایلې دې .
اې لویه خدایا . سپرلې د ودې ، حرکت او بدلون سرچینه ده ، مونږه هم له پسرلی سره هم ګامه په قران کریم په توسل په ولولې سره بدلون ته پاڅیدلی یو چې تا (خدایه ) چې د ټوکیدا او خوځښت سپارښتنه دې کړی ده ، زیات وپیژنو . زمونږ لاس ونیسه او زمونږ له بدن او زړه د ګناه درنده سیوره لیرې کړه . مونږه د پسرلی لمر سترګې ته ورسوه ، هغه نور ته چې هره زره یې د مخکې تلو ځیرې ورکوی . مونږه چې له تورتم او سړه ډډه کوو ، د پسرلی له رڼو ورځوسره متصل کړه او په مونږ کې د غوړیدا . هیلې او بدلون روح پو کړه ، یا ارحم ارحمین .
Add new comment