اسرایل کوشش کوي دامریکا یهودیان دغه هیواد ته ورولي
داسرایلو چارواکي کوشش کوي چې دامریکا یهودیان دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې ژوند ته وهڅوي .
قدس نیټ خبري اژانس واي د اسرایلو دمهاجرت وزارت په نیواکي فلسطین کښې ژوند کولو ته د امریکا دیهودیانو دهڅولو لپاره وطن ته دبیرته ستنیدا په نوم د یوه پلان دپیلولو کوشش کوي .
دهمدې مقصد لپاره نن دامریکا په نیویارک اوورپسې په شیکاګو ، لاس انجلس او میامې کښې نیواکي فلسطین ته مهاجرت ته د یهودیانو د هڅولو لپاره یو شمیر کانفرنسونه جوړیږي .
اسرایلو ددغه دوه (۲)کلن پروګرام داجرا لپاره څه دپاسه اته میلیونه شیکل (داسرایلو دنیواکګر رژیم د پیسو نوم شیکل دی )بیل کړي دي .
په دغه پروګرام کښې د کار دفرصتونو رامینځته کول اونیواکي فلسطین په تیره بیا النقب او الجلیل سیمو ته د مهاجر شویو یهودیانو لپاره دکورونو برابرول شامل دي .
دصهیونیسټ رژیم سرغنې کلونه کلونه کیږي چې دصهیونیسټانو په ګټه د نیواکې فلسطین د نفوسو دجوړښت دبدلولو په هدف سره نیواکي فلسطین ته له ټولې دنیا څخه د یهودیانو دمهاجرت کولو کوشش کوي
Add new comment