سعودي عربستان له امریکا دجاسوسې بې پایلوټه الوتکې اخیستي دي

سعودي عربستان له امریکا  دجاسوسې لس بې پایلوته  الوتکې واخیستلې .
فارس خبري اژانس و ايي دسعودي عربستان مشهور فعال مجتهد چې کله نه کله د ال سعود کورنۍ یو شمیر رازونه ایشوا کوي په ټویټر اینټرنیټ سایټ کښې ولیکل د سعودي عربستان دکورنیو چارو وزیر محمد بن نایف امریکا ته په سفر کښې  له دغه هیواد څخه د لسو(۱۰) پریډیټر بې پایلوټه جاسوسې الوتکو د اخیستلو تړون لاسلیک کړی دی چې ددغو الوتکو دساتلو او هدایتولو کار به د امریکا دعسکرو پرغاړه وي .
دسعودي عربستان دغه فعال ټینګار     وکړ چې دامریکا دغه بې پایلوټه الوتکې د ریډار دتماسونو اود کشتیواو دانسان دخوځښتونو د معلومولو او په لوړ دقت سره د هوايي تصویرونو داخیستلو قدرت لري .
دسعودي عربستان دغه فعال جوته کړه عربستان ګمان کوي چې له امریکا څخه ددغو اخیستل شویو بې پایلوټه الوتکو د الوت محدوده به یوازې دسعودي عربستان هوايي حریم وي خو په حقیقت کښې دغه الوتکې به  په پاکستان، افغانستان ، یمن ، سومالیا او اردن کښې دامریکا ترنفو‌ذ لاندې ټولو سیمو کښې الوتونه وکړي

Add new comment