د نوروز په هکله د رهبرۍ د ستر مقام پیغام او په اقتصادي حماسې ټینګار

د اسلامي انقلاب ستر لارښوړ، د نوي ۱۳۹۳ هجری لمریز کال په مناسبت  په یوه پیغام کښې  تیر کال  په بیلا بیلو ډګرونو کښې  د بریالي توبونو کال وباله .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای، په سیاسي او اقتصادي حماسې د تیر کال نومونې ته اشاره وکړه او په راتلونکو فیصلو کښې یې  د تیرو عبرتونو او تجربو په استفادې ټینګار وکړ  او د سیاسي او اقتصادي حماسې د تحقق جاجونه يې وکړه او ويي فرمایل،  په تیر  ۱۳۹۲  هجري لمریز کال کښې   د ټاکنو،سترو لاریونونو  او نورو برخو په شمول   په بیلا بیلو ډګرونو کښې د مسؤلانو  په هڅو او خلکو په شتون سره سیاسي حماسې تحقق ومونده .
 د رهبرۍ ستر مقام، په اقتصادي زمینه کښې  د  قدرونې وړ ځینو هڅو ته اشاره وکړه او ویي فرمایل،  تیر کال د تمې پر اساس اقتصادي حماسې تحقق ونه مونده ،نو اړینه ده،چې دغه حماسه سږ کال تحقق ومومي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود، د دغو هدفونو د تحقق په لړ کښې،د مقاومتي اقتصاد سیاستونه چې تیر کال يې مسؤلانو ته ابلاغ کړي دي،د اقتصادي حماسي د تحقق  نظري او فکري بنسټونه وبلل او ټینګار يې وکړ،  د دغو سیاستونو په رڼا کښې  اوس د ډیرو هڅو لپاره زمینې برابري شوي دي .
 په ۱۳۹۲ کال کښې که څه هم ایران په سیاسي ډګر کښې په نوښتونو سره،  په هغو نویو خرو اترو سره چې  له لویدیځ سره يې د باور جوړونې لپاره پیل کړي دي، وتوانیده د لویدیځ د خوځښتونو تندوالی کم کړي ،خو باید هیره نکړو،چې  لویدیځ  تل په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کښې د ایران په کمزورې کولو پسې دی ،اوس  هم آمریکا  په  اټومي موضوع کښې د خبرو اترو د اصل په منلو سره، هماغه راز لټه کوي  د ایران د ملت حقوق کمزوري  او که ښايي ويي کړاي شي ،سترګې  پرې پټې کړي .
د بندیزونو په سختولو ګواښل، د سیاسي او اقتصادي دباؤنو زیاتول  او د رواني او تبلیغاتي جنګ سختول ، دا ټول د د ایران پرضد خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره د آمریکا او لویدیځ د هڅو ښودنه کوي .
خو د ایران ستر ملت له دغو اقتصادي  دباؤنو او بندیزونو سره سره، تیر کال  په  مقاومت سره مخ په وړاندې تیر کړ ، خو له دې سره سره  لکه څنګه چې  د اسلامي انقلاب ستر لارښود د نوي  کال په لرلید کښې  انځور کړ ، دوه مسئلې اقتصاد او کلتور  د نورو مسئلو   په لومړیتوب کښې دي  او د ایران راتلونکې سترې بریاوې به په دې  لاره کښې ترلاسه شي.
په همدغه حقیقت په ټینګار سره ده،چې د اسلامي انقلاب ستر  لارښود  د نوي هجری لمریز کال په مناسبت پخپل پیغام کښې ټینګار وکړ،چې  نوی ۱۳۹۳ کال باید د مقاومتي اقتصاد د مفکورو پر اساس  له اقتصادي حماسي سره یوځاي کال وي ،څو اقتصادي ډګر هم ،په سیاسي ډګر کښې  له هڅو سره یوځاي، د  اقتصادي حماسې د پنځیدو لامل شي.
 له همدې کبله ده،چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود، ۱۳۹۳ هجري لمریز کال  په  جهادي مدیریت او ملي هوډ سره  د اقتصاد او کلتور، کال  ونوماوه ، ځکه چې په دې ډګر کښې د بیان شویو اهدافو تحقق بې لکه شکه  جهادي مفکوري،کار ،هڅو، په ځان باور،  او  په اقتصادي توانمنیو تکیې او د مسؤلانو او خلکو د بیلا بیلو پرګنو ګډو هڅو ته اړتیا لري.

Add new comment