دسوريې پوځ په الحصن قلعه کښې ترهګرو ته سخته ماتي ورکړي ده

دسوریې پوځ دیوه بل بریالیتوب په ترلاسه کولو سره پرون دوسله والو تکفیري ډلو له تښتیدا وروسته د الحصن قلعې دپاسه دسوریې بیرغ ورپوه .
ایرنا خبري اژانس دخبري سرچینو په قول وویل ترهګر چې له الحصن قلعې څخه یې د خپلې یوې مهمې اډې په توګه استفاده کوله دسوریې په مرکز کښې  دحمص په خوا کښې دیره دي .
دسوري پوځیان د تښتیدلیو تکفیري ترهګرو د تعقیبولو او  دالحصن قلعې له شاوخوا سیمو د ترهګرو د شړلو په حال کښې دي .
په دغه قلعې کښې وسله والو ډلو ته دمرستیو رسیدل  دلبنان له داخل څخه شروع کیدل او اوس د لبنان او سوريې ترمینځ ددغه سیمې ټولې لارې بندې دي .
په الحصن قلعې د سوريې دپوځ له حملې وروسته تکفیري ډلو ته اړونده وسله وال ترهګر ژوبل شول او ډیر يې دپوځ لخوا ونیول شول او ووژل شو .
په لبنان کښې د سعد حریري په مشرۍ  د المستقبل ګوند او دغه راز دمارچ دڅوارلسمې نیټې دډلې په مشرې یو شمیر ډلې جوړې شوي دي چې دسوريې دالحصن قلعې له جنګ څخه له تښتیدونکو او ژوبلو ترهګرو سره مرستې کوي .
دسوريې پوځ مخکې هم د یبرورد او راس العین ښارونو له نیولو وروسته ترهګرو ته ډیرې مرګ ژوبلې اړولي دي .
دسوريې پوځ په راتلونکو ورځو کښې د القلمون سیمې له ترهګرو د پاکولو لپاره دکامل چمتووالي خبر ورکړ .
په سوريې کښې کور و رانونکی جنګ سعودي عربستان، قطر، ترکیې ، اردن، امریکا، انګلستان، فرانسې ، اسرایلو او ځینو نورو عربو او اروپاي هیوادونو رامینځته کړی دی .

Add new comment