سوریه په بشپړ ډول له نړیوالودسیسو او ترهه ګروسره لاس اوګریوان ده

دسورئې سانا خبری آژانس راپورورکړی  ددغه هیواد  ستر مفتي  شیخ احمد بدرالدین  حسن  ویلی دي هیواد ئې   دنړیوال جنګ او ترهه ګرو  له یرغلونو سره  مخ شوې  چې بلاخره به دسورئې ملت بریالی وي
شیخ احمد بدرالدین حسن چې پرون ئې دایټالیا  ددوچيد سولې  دنړیوالې  موسسې دکلنۍ جایزې دترلاسه کولو په دستورو کې  ویډيوئي وینا کوله  زیاته کړه  ، سوریه ددینونو دګډژوند  اوسولې ټاټوبی دی  خو اوس   دنړیوال جنګ اوترهه ګرو له یرغلونوسره لاس او ګریوان ده
دایټالیا په روم کې  ددوچي سولې نړیوالې موسسې  دروان میلادی کال  دسولې جایزه دسورئې ستر مفتي  شیخ احمد  بدرالدین حسون   ته ډالۍ کړې ده   . په دغو دستورو کې  چې جایزه ئې دشیخ حسون په نیابت  دقدس په جلاوطنۍ کې  پادري هیلاریون کبوچي ترلاسه کړه ،  دسورئې دمفتی استاذي ،په ایټالیا کې دیره سوریاوالو ،مسلمانوا ومسیحي دینی   عالمانو ،ډيپلوماټانو اوایټالیا ځينوسیاستوالانو  اوخبریالانوهم ګډون درلود

Add new comment