پاکستان ته دامریکا د جنرال سفر

په داسې حال کښې چې دپاکستان دحکومت او ناټو او دغه راز دامریکا اړیکې دپاکستان په قبایلي سیمو د امریکا دبې پایلوټه الوتکو تر اغیز لاندې دي پاکستان ته دامریکا او ناټو دپوځي ځواکونو دقوماندان جنرال ډانفورډ سفر ډیر دپام وړ ګڼل کیږي .
دامریکا او ناټو دعسکرو قوماندان جنرال ډانفورډ دپاکستان له پوځي مقاماتو سره په کتنې کښې ددوه  (۲)ا ړخیزه مسایلو په تیره بیا د افغانستان او پاکستان په سرحد کښې د غږملتیا او ملګرتیا د لارو په باره کښې غور وکړ .
دسیاسي څارونکو له نظره پاکستان ته دناټو او امریکا دپوځيانو دجنرال ډانفورډ سفر په داسې حال کښې ترسره شو چې جنرال راحیل شریف څه موده مخکې د پاکستان دپوځ دنوي مشر په توګه ټاکل شوی .
دامریکا او ناټو پوځي جنرال ډانفورډ دپاکستان دپوځ له مشر راحیل شریف سره په کتنې کښې کوشش وکړ چې د دوه (۲)اړخیزه اړیکو او دافغانستان په باره کښې د راحیل شریف له لیدتوګو او نظرونو خبر شي.
دې ته په پام سره چې په پاکستان کښې دامریکا سفارت په یوې بیانیې کښې وویل دامریکا جنرال ډانفورډ دپاکستان دپوځ له مشر سره په کتنې خوښي څرګنده کړه او دغه کتنه یې د سیمې دثبات لپاره مهمه وبلله .
  داسې ښکاري چې دپاکستان دپوځ مشر جنرال راحیل شریف دافغانستان په چارو کښې دملګرتیا لپاره له ناټو او امریکا سره ګډ نظر لري  .
له دې سره سره پاکستان ته د امریکا او ناټو دپوځي قوماندان جنرال ډانفورډ د سفر په ارتباط ترټولو مهمه مسله دپاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې  د ناټو دکاروانونو او ګاډو لپاره د تورخم سرحدي لارې بیرته پرانیستل وو .
دپاکستان تحریک انصاف ګوند چې په خیبر پښتونخوا صوبې کښې حکومت لري دجماعت اسلامي په شان  دنورو سیاسي ګوندونو په ګډون سره  په قبایلي سیمو دامریکا دبې پایلوټه الوتکو په حملو اعتراض کښې په دغه صوبې کښې د ناټو دعسکرو لپاره د تجهیزاتو داستولو لاره بنده کړي ده .
دامریکا او ناټو له دباونو او پاکستان ته د امریکا دپوځي مقاماتو له سفرونو سره سره درې(۳) اونۍ کیږي چې په خیبر پښتونخوا صوبې کښې دتورخم سرحدي لاره بنده ده او په قبایلي سیمو د امریکا د بې پایلوټه الوتکو مخالفان ټینګار کوي تر هغه وخته چې امریکا دبې پایلوټه الوتکو حملو ته ژمنه نشي په افغانستان کښې دناټو او امریکا دعسکرو لپاره  به پاکستان د تورخم سرحدي لاره خلاصه نکړي .
که څه هم دامریکا مقاماتو لومړۍ کوشش وکړ دتورخم دسرحدي لارې بندیدل کم اهمیته وښيي خو دوسله والو کسانولخوا د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې له چمن سرحدي لارې د امریکا او ناټو کاروانونو ته ګواښ ته په پام سره ډراییوران نه یوازې له دغه لارې تګ راتګ ته چمتو نه دي بلکي دامریکا او ناټو دعسکرو لپاره زیات لګښت او بیه هم لري .
په افغانستان کښې دناټو او امریکا دعسکرو لپاره د تجهیزاتو د وړلو او راوړلو زیاتو لګښتونو ته په پام سره  دامریکا او ناټو قوماندانانو پاکستان ته په سفرونو سره دتورخم دسرحدي لارې د بیرته پرانیستلو لپاره د پاکستان دفیډرال حکومت د قانع کولو لپاره خپل کوشش زیات کړی دی  .
دې خبرې ته په پام سره چې دپاکستان په قبایلي سیمو د امریکا دبې پایلوټه الوتکو دحملو بندول د پاکستان دخلکو غوښتنه ده او  ددغه غوښتنې په وړاندې مقاومت کول د پاکستان د سیاسي ګوندونو په ګټه نه دي دمسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګه هم په افغانستان کښې دناټو د پوځيانو لپاره دتورخم دمواصلاتي لارې د پرانیستلو لپاره د عمران خان دتحریک ا نصاف ګوند په صوبايي حکومت د دباو د راوړلو لپاره  کومه ګروهنه نلري .
په عین حال کښې هغه مسله چې څه و خت کیږي د ناټو په باره کښې یې دپاکستان د خلکو غوسه راوپاروله په قبایلي سیمو د امریکا دبې پایلوټه الوتکو د حملو په باره کښې دناټو د تبرئه کولو لپاره د ناټو موسسې دغړیو هیوادونو داستازیو هڅه وه .
ځکه چې دناټو او امریکا دپوځي عملیاتو ترمینځ هیڅ فرق نشته او دناټو پوځيانو په ځلونو د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو حملې کړي او دپاکستان په لسګونو سرحد ساتونکي يې وژلي دي  .
په همدې دلیل  دامریکا دفاع وزیر چک هیګل دپاکستان په حکومت د دباو د راوستلو لپاره له خپلو مرستو د اوزاري استفادې په لړ کښې ګواښ وکړ که چیرې په افغانستان  کښې دناټو اوامریکا  دپوځيانو لپاره دپاکستان دتورخم سرحدي لاره خلاصه نشي ممکنه ده چې امریکا له پاکستان سره خپلې پوځي مرستې و ځنډوي .

Add new comment