ممنون حسین له پاکستان سره د عربستان د مالي مرستو دفاع وکړه
د پاکستان ولسمشر له پاکستان سره د عربستان د یونیم میلیارډ ډالري مرستې په دفاع کښې هیله وښودله چې دغه مالي مرسته په دغه هیواد باندې په واکمن اقتصادي بحران باندې په برلاسي کیدو کښې ګټه وره وي.
د ډان خبري سایټ د رپورټ له مخې ممنون حسین پرون وویل: دغه مرسته مو له یو دوست او ورور هیواده ترلاسه کړې ده او د پاکستان د خلکو د خیرښیګړې او پرمختګ په لاره کښې لګوله کیږي.
ممنون حسین همداشان له نورو هیوادونو په تیره بیا له ګاونډي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو په رامینځته کولو کښې د پاکستان د وزیراعظم نوازشریف د سیاست دفاع وکړه او خبر یې ورکړ چې په نزدې راتلونکي کښې د پاکستان او چین ترمینځ یوشمیر دفاعي موافقه لیکونه لاسلیکیږي.
مخالفانو، له عربستان څخه د دغو مالي مرستو ترلاسه کول د سوریې په وړاندې د پاکستان د بهرني سیاست د بدلیدو په قیمت بللي او ورباندې یې سخته نیوکه کړې ده.
Add new comment