په عربستان کې داسلامی ویښتیا څپې په خوریدا دي

دعربستان یوه سیاسی کارپيژاند حمزه الحسن  بیګا له العالم ټيلیویژني چینل  سره په خبرو کې  دعربستان په بیلابیلو سیمو کې اسلامی ویښتیا ته په اشارې سره  زیاته کړه دبشري حقوقودپراخې خلاف وزۍ په وړاندې دعربستان دښآریزودپراخو اعتراضونو په  غبرګون کې  آل سعود رژیم  ددغو خلکو په تیره بیا داهل تشیع دځپلو لپاره له خپل ټول توانه استفاده کوي
 هغه ټينګار وکړ آل سعود رژیم دعربستان دټولنې دټولو پرګنو حقوق په نښه کړي ډي ،په دې توګه چې  ددغه هیواد ښاریز له خپلولومړنیومدني اوسیاسی حقوقوڅخه محروم دي  او داپه داسې حال کې دي چې دعربستان چارواکودبخښنې نړیوالې ادارې او دبشري حقوقودموسسې پشمول نړیوالو اور ګانونو ته  په دغه هیواد کې  له محاکمې پرته بندي کسانو دنیونو او غیر قانوني شکنجواومحرومیتونو په باب دڅیړنو او دهغوي د وضیعیت دلیدو  اجازه نه ورکوي .
په وروستیو څو وروځو کې دعربستان دپلازمینې ریاض القطیب اوڅونورو ښارونو پشمول  ددغه هیواد په ختیځو سیمو کې دآل سعود رژیم په ضد سترې مظاهرې شوي دي

Add new comment