د روسېې او اوکراین شخړه فوځي فاز ته ننوتلې ده

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د اوکراین لنډ مهاله لومړي وزیر آرڅيني یاتڅينوک وویل په کریمیآ ټاپو کې د دوی پر فوځي مرکز له حملې وروسته د دې هیواد فوځي او ملکي چارواکو بیړنۍ غوڼده را وبلله .
هغه وویل روسي ځواکونو په کریمیا ټاپو کې د دوی پر قرارګاه ډزې کړې چې په ترځ کې ېې یو اوکرایني عسکر وژل شوی او بل ټپي دی .
د اوکراین چارواکو وویل که د دوی مالونه په کریمیا کې ملي اعلان شي دوی به په اوکراین کې ټوله روسي شتمني د خپلو خسارتونو د جبران لپاره ولکه کړي .
اروپايي اتحادېې ویلي له روسېې سره د کریمیآ ټاپو یو ځای کیدل به په رسمیت ونه پيژني .
د دې اتحادېې مشرانو پرون له غونډې وروسته وویل نه ټول پوښتنه او نه ېې پایلې ورته د منلو وړ دي .
 ټاکل شوې سبا او بل سبا هم په بروکسل کې د اوکراین د مسئلې په اړه بحث وشي .
د نآتو ۱۶ زره فوځيان هم اوکراین ته څيرمه په توره بحیره کې فوځي مانورو ته دوام ورکوي
پوتین پرون په مسکو کې له دې هیواد سره د کریمیا ټاپو د یو ځای کیدو موافقه لاسلیک کړه .
یو بل خبر وايي د اروپا شورا مشر هرمان فان رامپوې وروسته له هغه مسکو ته خپل سفر لغوه کړ چې د روسي چارواکو له خوا دا سفر په ډاګه شو .
ویل شوي نوموړي غوښتل په پټه روسېې ته سفر وکړي او له روسي چارواکو سره د اوکراین په اړه خبرې اترې وکړي .
لاوروف بیا پر روسیه د امریکا او اروپا بندیزونه وغندل او خبرداری ېې ورکړ د روسېې پر ضد بندیزونه به بې پایلې پاتې نه شي

Add new comment