د حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) زهد او پرهيزګاري

وَ لَسَوْفَ يُعْطِيکَ رَبُکَ فَتَرْضَی خداي پاک به تاله ډير زر درکړي چې راضي او خوشحاله شې.

له امام صادق عليه السلام او جابر انصاری نقل شوي دي چې پيغمبر(ص) بي بي فاطمه (ع) وليدله چې شبړې او ډيلې جامې يې اغوستې دي، په لاسو سره ميچنه تاوهي او سره له دې بچې ته پۍ هم ورکوي، د پيغمبر(ص) په سترګو کښې اوښکې راغلې او وې فرمايل زما ګرانې لورې د اخرت د شيرينۍ او خوږوالي لپاره د دنيا سختۍ وزغمه عرض يې وکړو ای د خداي رسوله(ص) د خداي د نعمتونو شکر کوم او خداي پاک دا ايت نازل کړو:
وَ لَسَوْفَ يُعْطِيکَ رَبُکَ فَتَرْضَی خداي پاک به تاله ډير زر درکړي چې راضي او خوشحاله شې.

Add new comment