دامنیت شورا ځيني غړي سورئې ته روزل شوي ترهه ګر ورلیږي

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  په ملګروملتو کې دسورئې استاذي بشارجعفري   وویل دملګروملتو دامنیت شورا ځیني غړي  روزل شوي ترهه ګر دسورئې دملت اونظام په ضد دورانکارو فعالیتونولپاره  دغه هیواد ته لیږي
بشار جعفري   دسورئې په باب دامنیت شورا  له ناڅرګندې غونډې وروسته  دخبریالانوپه ټول کې  دامنیت شورا پر ځینو دایمي غړو  سخت ټکونه وکړل  او وې ویل   داخضر ابراهیمي  دوړاندیزي ایجنډا  سره دځينو هیوادونو دمخالفت دلیل دادی چې   په دغه وړاندیزي پلان کې لومړنی ګام   دترهه ګرۍ جرړه ویستل او ورسره مبارزه ده  او ځيني غړي هیوادونه  پخپله ترهه  ګروته ټرینینګ ورکوي  او هغوي سورئې ته ورلیږي  .
بشار جعفري  دغه راز وویل بلاخره هم دامنیت شورا  غړو له درو کلونو وروسته  اعتراف کړی چې  ترهه ګر دسورئې له حکومت اونظام سره مبارزه کوي . هغه وویل  ددغې شورا ډير غړي هیوادونه  له تیرو درو کلونوراهسې  له دغو کسانوملاتړ  کوی  او دهغوي کارونه تائيدوي  اوروائې ګڼي  خو اوس  ئې له درو کلونووروسته منلې چې  دغه کسان ترهه ګر دي چې البته اوس ډير وخت تیرشوی دی . هغه زیاته کړه په دغو درو کلونو  کې په زرګونو خلک ووژل شول په لسګونوزره نور کډوال شول  اودغه راز دسورئې بیخ بینائي تاسیساتو ته هم ډير تاوانونه ورسیدل  اوډيره کلتوری  برخه اومهم شیان غلا شوي دي ،باید ددغو ټولو مشکلاتو اوورانکاریو همدغه هیوادونه ځواب ووآئي

Add new comment