عربستان پاکستان ته یو نیم میلیارد ډالر پور ورکړ .
پاکستاني رسنۍ ډان اعلان وکړ عربستان پاکستان ته یو نیم میلیارد ډالر پور ورکړ او له دې هیواد ېې یو شمیر ضمانتونه اخیستي دي .
د پاکستان یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي ریاض پاکستان ته دا پور د اسلام آباد دولت د ارزي زیرمو د پياوړتیا ، سترو بیخ بنايي پروژو او د انرژۍ د یو شمیر پروژو د اجراء لپاره ورکړی دی .
تر اوسه په دې اړه ډير جزیات نه دي خپاره او د عربستان بانګ هم په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کړې ده .
که څه هم پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل هیواد ېې له ایرانه د ګازو اخیستلو د پروژې بشپړتیا ته ژمن دی خو څه موده وړاندې د پاکستان د فوځ پخواني مشر او د ستراتژيکو تحقیقاتو د مؤسسې مشر جنرال میرزا اسلم بیک ویلي ؤ د اسلام آباد دولت د عربستان تر دباوونو لاندې له ایرانه د ګازو د نل لیکې د بشپړیدو له قرارداد صرف نظر کړی دی .
د اسلم بیګ په وینا عربستان له اسلام آباد سره ژمنه کړې ټول هغه تاوان په غاړه واخلي چې د اسلام آباد دولت ېې باید د پروژې د نه اجراء له امله ایران ته ورکړي .
Add new comment