د عربستان له خوا د ترهګرۍ لیست، انګیزې او موخې

عربستان چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړی ګڼل کېږي، په دې وروستیو کې یې په خپل ګمان د ترهګرو ډلو نوم لړ خپور کړی دی.
د عربستان په نظر نوملړ کې، القاعده، النصره جبهه، داعش او د لبنان حزب الله، د ترهګرو ډلو برخې اعلان شوې دي.
مهم ټکی دادی چې اخوان المسلمین هم د عربستان د لید له مخې په ترهګرو ډلو کې معرفي شوی دی.
اوس دغه پوښتنه مطرح ده چې ولې اخوان المسلمین چې د خپلو غوښتنو د بیانولو لپاره سوله ییزه خط مشي لري، د عربستان د لید له مخې، په ترهګرو ډلو کې معرفي شوی دی؟
په ځانګړې توګه دا چې د اخوان المسلمین نوم د هغو ډلو په څنګ کې راغلی دی چې په دې وروستیو کالو کې یې په سوریه او نورو هېوادونو کې له هیڅ ډول جنایت او تاوتریخوالو ډډه نده کړې .
د ځینو سیاسي څاروونکو د لیدتوګې له مخې، د داعش، جبهه النصره او القاعدې په شان  د ترهګرو ډلو په لیست کې چې وسله والې خط مشې لري، د اخوان المسلمین شامیلول، د قطر تر فشار لاندې راوستلو په لړ کې یو حرکت دی.
ځکه په دې وروستیو ورځو کې له اخوان المسلمین څخه د قطر د ملاتړ له امله، د ریاض او دوحې ترمنځ نوې ننګونې راپيدا شوې او آن عربستان پر قطر د بندیز  او ددغه هېواد د ګوښه کېدو د ګواښ تر  حد پورې وړاندې تللی دی.
ځینې سیاسي کړۍ د عربستان د نظر وړ ترهګرو ډلو په لیست کې د اخوان المسلمین د نوم شامیلول، د مصر له لنډمهاله دولته د ملاتړ په لړ کې یو ګام ګڼلی دی.
په ځانګړې توګه پر مصر واکمن نظام هم د ریاض له دې اقدامه هرکلی کړی دی.
خو بل ټکی چې له پامه نه شي غورځېدلای، دادی چې عربستان په یوه اقدام کې ټولو سعودیانو ته چې د عربستان له پولو بهر په پوځي نښتو کې ګډون لري او دداعش او القاعدې ډلو په چوکاټ کې جنګېږي، ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې دغه هېواد ته بیرته ستانه شي.
دغه وخت په داسې حال کې ورکړل شوی چې د شته اسنادواو شواهدو پر اساس، په څو وروستیو کالو کې په عراق، سوریه او آن لبنان کې د عربستاني ترهګرو حرکتونو په نتیجه کې، په دې هېوادونو کې ډېرې نا امنۍ رامنځ ته کړې دي.
آن ډیری سیاسي کړی په سوریه کې د کړکیچ دوام په دغه هېواد کې د فعالو ترهګرو ډلو څخه د عربستان او د فارس خلیج د سویلي څنډو ځینې عربي هېوادونو د مالي او وسله والو ملاتړونو له امله ګڼي.
نوځکه دغه شک پياوړی شوی دی چې د ترهګرو ډلو د لیست موضوع او آن عربستان ته د سعودي ترهګرو د بیرته ستنېدو لپاره ۱۵ ورځې وخت، د ریاض له خوا یوه تبلیغاتي مانوره ده.
ښايي عربستان په دې اقدام سره غوښتي تر څو د خپل نظر وړ ترهګرو ډلو پر فعالیتونو لا ډېر کنټرول ولري.
په ځانګړې دا چې توګه اخوان المسلمین چې همدا اوس د عربستان د لیدتوګې له مخې ترهګره ډله ګڼل کېږي،د سیمې په عربي ملتونو کې ځانګړې ځایګاه لري او د فارس خلیج د سویلي څنډې په هېوادونو کې هم فعال دي.
خو یو بل احتمال هم شته، هغه دا، د جګړې له پلوه د سوریې د کړکیچ په دوسیه کې بدلونونو او هغو ټوټه کېدو ته په پام سره چې د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړیو په منځ کې پيدا شوي دي، عربستان هم د خطر احساس کړی دی.
له دې ویرې چې سعودي ترهګر  بلاخره یوه ورځ بیرته ستنېږي او کولای شي چې ددغه هېواد او د آل سعود د واکمنۍ پر وړاندې یو ګواښ وګڼل شي.
په هر حال! څه چې سترګې نه شي ټرې پټيدای، د فارس خلیج د سویلي څنډې د هېوادونو ترمنځ د ننګونو سیوري د عربستان پر کورنۍ فضا سخته اغیزه کړې ده او د ریاض چارواکي یې داسې لوري ته بولي چې د فارس خلیج د ملګرتیا په شورا کې د خپلو نویو سیالانو د ایستلو لپاره  هر دریځ ته مخه کړي، آن که دغه دریځونیونه  د سیمه ییزو موضوعاتو سره  په ټکر کې د هغه د کړچارونو پر خلاف هم وي.

Add new comment