سعودي عربستان دتیلو په پیسو سره په اهل سنتو وهابیت ورتپي .

 دپاکستان دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ نیغ په نیغه خبرې اتر ې به په ډیر نږدې راتلونکي کښې پیل شي .
ټاکل شوي ده دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف به  نن نوي حکومتي کمیټۍ نهايي کړي .
د پاکستان دپوځ د لوړرتبه قوماندانو په نوي غونډې کښې په ظاهره وویل شو چې په حکومتي مرکچي کمیټۍ کښې به دپوځ هیڅ استازی ګډون ونلري  خو د پاکستان نیوز انګریزې ژبې ورځپاڼې  د دغه هیواد دیوه لوړرتبه حکومتي چارواکي چې غوښتل يې نوم یې  ونه ښودل شي  په قول  لیکلي دي دپاکستان پوځ به له طالبانو ډلې سره دخبرو په  پروسې کښې مهم او کلیدي رول ولري او ددې لپاره حتما ضروري نه ده چې دپاکستان دپوځ کوم جنرال به نیغ په نیغه په حکومتي کمیټۍ کښې غړیتوب ولري .
دغه چاره د دې ښودنه کوي دا دپاکستان پوځ دی چې له طالبانو سره په خبرو کښې اساسي رول لوبولی شي .
څرنګه چې د پاکستان دطالبانو دکمیټۍ غړي پروفیسر محمد ابراهیم په واضح ډول ویلي وو چې خبرې باید نیغ په نیغه د پوځ او طالبانو ترمینځ وشي .
او درحیم الله یوسفزي په شمول له طالبانو سره په خبرو کښې د حکومتي  کمیټۍ غړي هم په حکومتي کمیټۍ کښې دپوځ په ګډون ټینګار کوي .
په دې زمینه  کښې دسعودي عربستان په رول هم باید سترګې پټې نکړو چې سعودي عربستان ته دپاکستان دطالبانو دکمیټۍ دمشر مولانا سمیع الحق او دپوځ دمشر جنرال راحیل شریف او پاکستان ته د سعودي عربستان د  ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز له سفر وروسته وو چې طالبانو  دخبرواترو او په نهایت کښې  داووربند لپاره چمتووالی اعلان کړ .
او دپاکستان دطالبانو ډلې لخوا داووربند له بیا بیا خلاف ورزیو سره سره حکومت هماغه راز طالبانو ته دنرمښت د ښودلو په ترڅ کښې له طالبانو ډلې سره دخبرواترو په دوام ټینګار کوي .
چې دپاکستان دطالبانو ډلې په وړاندې دحکومت دغه رویه د ځینو مذهبي او سیاسي ګوندونو، شخصیتونو او مشهورو خبریالانو لخوا په سخته غندل شوي ده .
دپاکستان مشهور خبریال ، شناند او دپنجاب صوبې  پخواني اعلی وزیر ښاغلي نجم سیټهي په دې زمینه کښې په یوه ټیلي ویژني پروګرام کښې دپاکستان په حکومت دنیوکې په ترڅ کښې اعتراف وکړ چې دطالبانو ډلې لخوا د اووربند اعلان یوه ډرامه اوحکومت ته د دوکې ورکولو لپاره دی  او دپاکستان حکومت له طالبانو سره دخبرواترو او یا دهغوې پرضد دعملیاتو په ارتباط زړه نه زړه دی .
دپاکستان دغه مشهور خبریال نجم سیټهي دغه راز په واضح ډول وویل طالبان دپاکستان پرضد نه دي بلکې غواړي ټول هیواد په کامل ډول تر خپلې سلطې لاندې ورولي .
اوس دغه پوښتنه مطرح کیږي چې دپاکستان حکومت ولې دومره د طالبانو لپاره نرمښت ښيي چې ځواب یې معلوم دی چې طالبان له یوې خوا د جماعت اسلام او جمیعت علمای اسلام په شمول دځینو مذهبي ګوندونو او د پاکستان دپوځ او جاسوسې ادارې دځينو کړیو او له بلې خوا دځینو عربو هیوادونو په تیره بیا دسعودي عربستان لخوا ملاتړ لري  .
او دپاکستان حکومت نه یوازې د طالبانو دتفکر د پراختیا لپاره چې د سعودي عربستان له وهابیت سرچینه اخلي له سعودي عربستان سره مرسته کوي بلکې پاکستان  په سوريې  کښې دبشار اسد د جایز حکومت پرضد جنګ کښې هم د سعودي عربستان دیکتاتور او وهابي رژیم غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی .
څرنګه چې پاکستان ته دسعودي عربستان د ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز په وروستي سفر کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ یوتړون لاسلیک شوی دی چې پراساس به یې پاکستان په سوريې کښې ترهګرو ته درنې وسلې چې دټانک  او  الوتکې ضدتوغندي پکښې شامل دي واستوي .
حقیقت دا دی چې سعودي عربستان کوشش کوي له پاکستان رانیولي تر سوريې ، لبنان، او عراق پورې هیوادنو کښې دترهګرو ډلو په مالي ، پوځي او فکري ملاتړ سره  داسلامي حکومت په پوښښ کښې وهابي حکومتونه جوړ کړي .
سعودي عربستان د حزب اسلامي او د  اخوان المسلمین  په شان ځينې اسلامي ډلې په دې خاطر چې هغه په ټوله سیمه کښې د وهابیت د اجرا په لاره کښې خنډ ویني ترهګرې ډلې  ونومولې .
داهل سنتو مذهبي او اسلامي ډلې په تیره بیا په پاکستان کښې مذهبي ډلې  سعودي عربستان خپل مرشد ګڼي  او اوس باید له سعودي عربستان سره خپل سرحد  معلوم  کړي .
داچې دغه  مذهبي ډلې نور چې اخوان المسلمین ډله يې  هم تر پوښتنې لاندې راوستلي ده په پټو سترګو د سعودي عربستان د وهابي  تفکر  پیروي نه کوي .
سعودي عربستان دتیلو په پیسو او شتمنیو سره کوشش کوي چې په اهل سنتو وهابیت وروتپي .

Add new comment