یوه امریکائی پادري داسلام پاک دین ومانهّ

العالم ټیلیویژني چینل دبحرین دالوفاق انټرنیټي سایټ له قوله راپورورکړ دامریکا یو کوریائی توکمه لوي پادري داسلام ددین په باب له ډيرو مطالعو وروسته دې نتیجې ته ورسید چې داسلام دین په حقه دی او په همدې سبب سئول ته ستون شو او داسلام دین ئې ومانهّ او خپله نامه ئې عبدالوهاب جان کیښودله
ددغه راپورپه اساس عبدالوهاب جان له مسلمان شونې وروسته دبیت ا... الحرام دحاجیانو له قافلې سره یو ځای شو څو له دې وروسته حاجي عبدالوهاب وبلل شي . دخبرو سرچینو په وینا یو شمیر هغه کسان چې په همداوروستیو کې په جنوبی کوریا کې ئې اسلام منلی دی لږ ترلږه ۳۹کسانو ته رسیږي
داسې ښکاري داسلام دګران پيغمبر او ددین دسپيڅلتیاؤ په شان کې په ګستاخیو کې داسلام دځينو دښمنانو کینه کښ اقداماتو اپوټه نتیجه ورکړې او سبب شوي دي چې دنورو دینونو پيروکار داسلام دپاک دین په باب څیړنې او مطالعو ته مخه کړي چې له دغو څیړنو وروسته داسلام له حقیقی لارې خبریږی او مسلمان کیږي که څه هم په بیلابیلو دلیلونو یوازې یوشمیر کسان دغه موضوع ښکاره کوی

Add new comment