پرصهونیسټ میشتو ښارګوټو توغندي ورول له ځانه دفاع ده

دفلسطیین داسلامی مقاومت غورځنګ  حماس یوه مشر سامی ابوزهری   پر دوو صهونیسټ میشته ښارګوتودتوغندیو حمله له ځانه دفاع وبلله او  داسرائیلو سره  داووربند موافقې ته په اشارې سره ئې  وویل  اووربند دتسلیمیدا په معنا نه دی . هغه   اسرايیل  په همداوروستیوکې دتاؤتریخوالو مسئول وباله  او وې ویل  دغه تاؤتریخوالي  له دې وروسته پیل شوي چې  اسرائیلو  داسلامی جهاد درې غړي شهیدان کړل .
روئيټرزخبري آژانس هم له غزه خبر ورکړی  سامی ابوزهری دغه راز ویلی دي  حماس غورځنګ  به هیڅکله هم اسرائیلو ته اجازه ورنکړي    داووربند په بهیرکې په بدلونونو  او  دسازباز په موافقې ئې په بدلیدو پسې   شي   یاداچې  په دې پسې شي چې فلسطینیان     وغولوي  ،نور فلسطینیان پر  صهونیسټانوهیڅ باور نه کوي او دهرډول جنایت  غاښ ماتونکی ځواب  به ورکړي

Add new comment