اسلامی ایران دسیمې له هیوادونوسره داړیکودپراختیالپاره کلک هوډ لری

ایرنا خبری آژانس راپورو رکړ  دایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحاني چې نن ناؤخته  دعمان له درې ورځني سفره بیرته تهران ته راوګرځيد  په هوائي ډګر کې ئې  دخبریالانوپه ټول کې وویل  اسلامی ایران کلک هوډ لري له خپلو ګاونډیانوسره  په تیره بیا دفارس خلیج د حساسې سیمې له هیوادونو سره  ورورګلویزې اودوستانه اړیکې ولري
 ډاکټر روحاني   دفارس خلیج دسواحلو  په غوړیدا کې داسلامی ایران  موخوته په اشارې سره    له څنډې هیوادونوسره دملګرتیاؤ او اړیکو دپراختیا باندې ټينګار وکړ
داسلامی ایران ولسمشر  په دې خبرې په ټينګار سره  چې باید  دفارس خلیج دبلې غاړې له هیوادونوسره  خبرې اترې اومذاکرات وشي زیاته کړه ، دعمان په سفر کې   دایران اودغه هیواد  ترمیځ یولړ تفاهم لیکونه اوموافقې لاسلیک شوي دي  چې  په هغو کې خورامهمه  دګیسوصادرات،  ټرانزیټي موضوع، او ددرمل جوړونې اوټوریزم  لپاره دګډو پانګونو او کارکسب  او دژواک چاپیریال  په باب تفاهم لیکونه  دي. هغه همداراز  دې ته په اشارې سره چې فارس خلیج  سیمه یوه ډيره مهمه اوحساسه سیمه ده  وویل په دغو لیدوکاتو کې   په مهمو بحثونوکې دسیمې دموضوعګانوسپړل  او دا چې  دفارس خلیج   دلازیات امنیت اوثبات  لپاره باید دفارس خلیج او عمان سمندر  دساحلی  اتو  هیوادونو  په وسیله  څه څه اقدامات وشي    وسپړل شول او غوره بحثونه پرې وشول . داسلامی ایران ولسمشر  دخپلو خبروپه دوام کې وویل   پر دې سربیره  دبحرین ،یمن ،  او د سیمې دنورو مسئلوپه تیره بیا دترهه ګرۍاو تکفیریّت دموضوع په باب هم مفصلې خبرې اترې وشوې

Add new comment