د حضرت ایت الله بهجت ژوند لیک
وی مجتهد عالم او عارف حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ محمد تقى بهجت فومنى د قم له مشهورو فقهاوو څخه ګڼل کیده چې د قم په علمیه حوزې کې یې په فقې کې د عالي دورې درسونه ښودل . هغوي په زهد او معنويت کښې ډېر مشهور وو او د دې زمانې په لویو عارفانو کې حسابیده.
ایت الله بهجت د 1334هجري قمري (۱۲۹۴ لمریز )کال په اخر کښې د ایران د ګیلان ولایت په فومن ښار کښې وزيږيد.
د هغوي پلار کربلايي محمود بهجت د هغه ځاي له اعتماد وړو کسانو څخه ګڼل کيدۀ. ایت الله بهجت لومړۍ زده کړې د فومن په مکتب خانې (ښوونځي) کښې تر سره کړې. او په فومن ښار کښې يې په 1348 هجري کښې په ديني زده کړو پیل وکړ. د ادبياتو له زده کړې وروسته د قم په لور روان شو او هلته له لږو ايساريدو وروسته کربلاي معلی ته لاړ او د اخوند خراساني د يو شاګرد په درس کښې يې شرکت وکړ او د لويو مجتهدانو حاج آقا ضياء عراقى او ميرزاى نائينى په درسونو کښې له شرکته وروسته يې د ايت الله حاج شيخ محمد غروي اصفهاني (کمپاني) په درس کښې ګډون وکړ.
همدارنګ يې د ايت الله العظمی حاج سيد ابوالحسن اصفهاني او حاج شيخ محمد کاظم شيرازي له درسونو یې زياته ګټه واخسته او د فقه او اصول نه پرته يې د مرحوم سيد حسين بادکوبه په نږد د ابن سينا ( بو علي سینا)د اشارات کتاب او د ملاصدرا کتاب اسفار ولوسته.
په 1364قمري کال کښې ايران ته راستون شو او په قم کښې يې له آيت اللّه العظمـى كوه كمرى څخه زده کړه وکړه او د حضرت آيت اللّه العظمى بروجردى د فقې او اصولو په درسونو کښې يې ګډون وکړ.
هغوي له 50 کاله زیات عمر په خارج فقه او اصول درسونه د قم په علمیه حوزې کې وښودل او ډیر شاګردان یې لرل .دوی له شهرت او نومه تښتیدل او له دې امله یې ډیر درسونه په خپل کور کې ښودل .او همداراز د دوی درسي ټولګې د قم په ګذر خان کې په فاطمیه جومات کې هم ترسره کیدې. د قم ډیر نوم وتي عالمان د هغوی شاګردان پاتې شوې دي چې ځینې یې مجتهدان او د رسالې خاوندان دي . په هغوی کې د ایت الله مصباح یزدي په شان کسانو ته اشاره کولی شو.
دوی تر ډیره حده هڅه کوله ځان له مرجعیته لیرې وساتي خو اخر د ځینو عالمانو او مجتهدانو په ډیر ټینګار سره تیار شو چې د دوی عملیه رساله ولیکل شي او دمرجع په توګه اعلان شي خو بیا به یې هم په کتاب د خپل نوم له لیکلو ډډه کوله. دوي په فقې او اصولو کې ډیر کتابونه لري چې په خپله یې دهغو د چاپ لپاره اقدام ونه کړ خو د دوي دشاګردانو په کوشش سره یې ځینې کتابونه چاپ شوې دي .
حضرت ایت الله بهجت دتعلیم په څنګ کې د نفس پاکۍ او د معنوي کمالاتو بشپړتیا ته هم مخه کړه په اولس اتلس کلنۍ کې د سید علی قاضی په اخلاقي عرفاني شاګردانو کې شامل شو .او په دې برخه کې یې ډیر پرمختګ وکړ. او دهمدغه نفس د پاکۍ او د عرفان له امله یې د خلکو په زړونو کې لوی ځای درلود.
ایت الله بهجت د ۱۳۸۸کال د غویي په اوه ویشتمه د زړه د دریدو له امله وفات شو او په قم کې د بي بي معصومې په زیارت کې خاورو ته وسپارل شو.
Add new comment