داسلامی ایران وسله وال ځواک دخپل وطن ددفاع لپاره بشپړتیاردی
داسلامی ایران دوسله وال پوځ دمځکني ځواک قوماندان سردار احمد رضا پوردستان په تهران کې دخبریالانوپه ټول کې ټينګار وکړ ۳۴کاله کیږي چې دمځکني ځواک یونټونه دهیواد په پولو کې دیره دي او په قدرت سره داسلامی ایران دحریم دفاع کوي
دایران دوسله وال پوځ دمځکني ځواک قوماندان داسلامی انقلاب دبریالیتوب یو عامل دخلکو له لیکو سره دپوځیانو یو ځاي کیدل او له حضرت امام خمیني څخه پیروي کول وبلله او وې ویل دایران اسلامی انقلاب دامریکا یانولپاره خورا ستر جیو پولیټيک شاک ؤ ،ځکه چې ایران ترهغه وخت پورې دامریکا یوه مستعمره حسابید.
امیرتورن جنرال پودرستان زیاته کړه تراوسه پورې په ماینونودککړو مځکو په پاکولوکې دمځکني ځواک دیونټونو کابو یو سل اتیا پرسنل شهیدان شوي دي او څه دپاسه یو میلیون هیکټره مځکه چې په مایونو اوبمونو ککړه وه ، په صنعتي ، کرهڼيزو او دتیلو دویستلو په سیموبدله کړې ده . هغه ټينګار وکړ پخپلوپښو ددریدا په حوزې کې هم د دغه ځواک ژمن او زیارکښ ځوانان پوهنتوني مرکزونو ته لیږدلي او دافسرانو له لوي ظرفیته ئې غوره اوښه استفاده کړې ده
Add new comment