د افریقا مسلمانانو ته د ایران مرستې واستول شوې
د اسلامي ایران د سرې میاشتې د ادارې د عملیاتو مرستیال د مرکزي افریقا د مسلمانانو لپاره د ایران د مرستو د لومړي بار د استول کیدو خبر ورکړ.
ناصر چرخسار د مرکزي افریقا مسلمانانو ته د ایران د مرستندویه سامان د لومړي پیټي له بار کیدو وروسته زمونږ خبریال ته وویل : پّ دغه څلویښت ټني بار کې ، خیمې ، کمبلې، خوراکي د صفایۍ او درملیز توکي شامل دي او نن سهار به په چاډ هیواد کې د مرکزي افریقا د مسلمانانو کیمپونو ته واستول شي.
د اسلامي ایران د سرې میاشتې د ادارې د عملیاتو مرستیال زیاته کړه : له جاجونو وروسته که ضرورت و نور پیټي به هم واستول شي.
ملګرو ملتو په مرکزي افریقا کې د مسلمانانو د نسل کشۍ دخطر په هکله خبرداری ورکړ.
د پریس ټي وي د راپور له مخې د افرانسې او افریقا ځواکونه په مرکزي افریقا کې له شتون سره سره نه یوازې د مسلمانانو په خلاف په تاوتریخوالو کې ناکامه عمل کړی بلکه په ځینو مواردو کې د مسلمانانو په وژله کې له لاسلرلو تورن دي.
هغه مسلمانان چې مرکزي افریقا یې نه ده پریښې هره ورځ د وسله والو مسیحي ډلو له حملو سره مخامخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د لوړې کمیشنرۍ مشر انتونیو ګوترس په دا وروستیو کې ویلې وو چې د مرکزي افریقا له لویدیځې نیمې برخې زیاتره مسلمانان شړل شوې او په زرګونو لا په دغه سیمه کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو او بیړنیو مرستو د غږملتیا مسوول والري اموس هم وویل : هغه یو لک مسلمانان چې د مرکزي افزیقا په پلازمینه بانګی کې اوسیدل کابوټول د مسیحی وسلوالو د تاوتریخوالي او د سر له ویرې له دغه ښاره تللې دي. په مرکزي افریقا کې د ۲۰۱۳کال له وخته د سلکا په ډلې چې زیاتره یې مسلمانان دي او په دوه زره دولسم کال کې یې دولت نسکور کړ د افراطي مسیحي ډلو په هماهنګو حملو سره تاوتریخوالي پیل شوې دي.
ویل کېږي چې په دغه تاوتریخوالو کې تر اوسه په زرګونو کسان وژل شوې او تر یو میلیون زیات کډوال شوې دي.
Add new comment