د ایران او پاکستان د ملګرتیا په پراختیا ټینګار

د پاکستان د بلوچستان صوبې ګورنر وویل : د  پاکستان دولت او ولس ته هم د ایرانیانو عسکرو اوخلکو امنیت هغومره مهم دی څومره چې د ایران مسوولانو او خلکو ته  مهم دی او دا  خبره   خاص اهمیت لري.
د بلوچستان ګورنر محمد خان  اچکزي پرون د ایران چابهار بندر ته  په سفر کې ، بیګا  له ایرنا خبري اژانس سره په  مرکه کې د ایرانیو عسکرو د ازادۍ لپاره د  دواړو هیوادونو  هڅو او فعالیتونو ته په اشارې سره  زیاته کړه :  د ایران او پاکستان تر مینځ د   ګډ سرحدي کمیسیون  په جوړولو کې  پينځه کاله ځنډ د مشکلاتو او ناوړه تفاهم د پیدا کیدو سبب شوی   چې د وروستیو هڅو او موافقو ته په  پام سره به دغه ستونزې ډیر ټیټ حد ته ورسیږي.
ده وویل د شویو موافقو له مخې وټاکل شوه چې د پاکستان او ایران د ګډ سرحدي کمیسیون ناستې په هرو شپږو میاشتو کې  د مشکلاتو او اطلاعاتو په  هکله د نظر د تبادلې لپاره جوړې شي. او دا فیصله به   د دواړو  هیوادونو په پولو کې  د پایداره امنیت د ټاکلو کیدو سبب شي.
د هغه په وینا د سیمې په تیره بیا د ایران او پاکستان  او افغانستان خلک  ډیرو مذهبي  کلتوري اودیني ګډولو ته په  پام سره باوري دي چې  سوله او امنیت د هوساینې او ابادۍ  د پراختیا لپاره ډيره ښه استراتژي ده  او  له  همدې امله به اجازه ورنه کړي چې  شرغواړي د سیمې په تیره بیا د سرحدي سیمو امنیت خراب کړي. .
د بلوچستان ګورنر پرون د یو پلاوي په مشرۍ چابهار ته رسیدلی دی .

Add new comment