عربستان او قطر، په عراق کی دتاوتریخوالی اصلی عاملین دی
دعراق لمړی وزیر، یوځلی بیا؛ دعربستان او قطر هیوادونه؛ په عراق کی دتاوتریخوالی ،اصلی عاملین وبلل . دعراق لمړی وزیر، نوری مالکی، پرون په بغداد کی د دی ټکی په بیانولوسره چی، عربستان او قطر، دوسله والوډلوڅخه، په مالی اوپوځی ملاتړسره، دعراق په وړاندی دجنګ اعلان کړئ دئ؛ وویل : عربستان او قطر باید؛په عراق کی، دترهه ګرو حملو ځواب ویونکی وی .
مالکی څرګنده کړه : د عربستان او قطر تر ملاتړ لاندی، وسله والی ډلی؛له سوریی څخه، دعراق خاوری ته داخلی شوی دی ، اودغه هیوادیی، بی ثباته کړئ دئ .
عراق؛ دسوریی دګاونډی هیواد په توګه؛ د دغه هیواد دبدلونونو تراغیزی لاندی راغلئ دئ . له دې وروسته چی،دعراق لوړ پوړو مسئولانو؛ دسوریی دبدلونونو په وړاندی، دخپل دریځ په اعلانولو کی، دټروریزم سره په مبارزی باندی ټینګار وکړ،او ویی ویل ؛ دسوریی دکړکیچ یواځنۍ حل لاره، سیاسی ده؛ عراق له پخوا څخه،په زیاته اندازه؛ دترهه ګرو دتحرکاتو تر اغیزی لاندی راغئ .
دسوریی دپوځ سره په جګړه کی، دترهه ګرو ماته هم، ددی سبب شوه چی، دهغوی ملاتړی؛ په تیره بیا عربستان، دوسله والو ډلو دفعالیت لمنه؛ دسوریی ګاونډیو هیوادونو،په تیره بیا عراق ته ارته کړی . په سوریه کی له ترهه ګرو څخه، دعربی اولویدیځی جبهې، د دری کلن دوامدار ملاتړ ؛ او خپلو موخوته په رسیدوکی، دهغوی له ناکامۍ وروسته؛ننداری ته، دترهه ګرو دتحرکاتو دایښودلوپه منظور، دنوې جبهی موندنه؛ دعربستان دکار په اجنډا کی راغله .
عراق او لبنان، په وروستیو میاشتوکی، دمختلفو ترهه ګرو حملو کتونکی ؤو . ترهه ګر و عناصرو؛ د دغو دؤو هیوادونوپه خاوره کی، په حاضریدوسره، هڅه وکړه چی، دعراق او لبنان امنیت، کمزورئ وښئیی . د ټروریزم سره په مبارزه کی، دعراق او لبنان دمسئولانو جدی والی، دترهه ګرو او دهغوی دملاتړو، هدفونه لا بربنډ کړی دی . په لبنان کی، دعبدالله عزام دترهه ګری او دعربستان تر ملاتړ لاندی ډلی،تحرکاتو؛ وښودل چی،عربستان دخپلو هدفونو دپرمخ بیولو لپاره؛له هری رودی څخه استفاده کوی، دعربستان دغه روده په داسی حال کی ده چی، دغه هیواد پخپل زعم، دترهه ګرو ډلو نوئ لیسټ؛ خپور کړ .
له ټروریزم څخه، دعربستان اوزاری استفاده؛ دسوریی دکړکیچ، په پیلیدو، او پر عراق او لبنان باندی دهغه دعواقبو داغیزی وروسته؛ له پخوا څخه په لا زیاته اندازه؛ څرګنده شوې ده .
عربستان ، اوس مهال؛ دعراق او شام داسلامی دولت ترهه ګره ډله،داعش، دترهه ګرو ډلو په لیسټ کی راولی؛ په داسی حال کی چی، دغه ټروریسټی ډله؛ دعربستان دتیلو په ډالرونوسره؛ په سوریه او عراق کی فعالیت کوی .
په سوریه کی؛ دترهه ګرو ترمنځ اختلاف؛او دهغوی ترمنځ دنښتو سختوالئ، او په سوریه کی؛ دعربستان او دترهه ګرو د نورو ملاتړو دهدفونو ماته؛ ددی سبب شوې ده چی، د وسله والو ډلو سره ویشل او دسته بندی کول، دکار په اجنډاکی راشی . دترهه ګرو ډلو دسره جلا کولولپاره، دعربستان هلی ځلی نه شی کولای، دغه هیواد؛ دټروریزم سره مبارزی ته، دپام کولو په مرکزکی راولی .
هماغه ډول چی، دعراق لمړی وزیر ټینګار وکړ؛ عربستان او قطر باید؛ دعراق په خاوره کی، دترهه ګرو اقدامونو په نسبت ځواب ویونکی اوسی . دعراق دولت؛ دټروریزم سره دمبارزی دسیاست په چوکاټ کی، د تیر ډسامبر راهیسی؛ دعربستان تر ملاتړ لاندی ترهه ګروسره، جدی مبارزه؛ دخپل کار په اجنډاکی راوستې ده .
دعراق په لویدیځ کی، دالانبار ولایت ، دسوریی سره دګډی پولی دلرلو په دلیل؛ په دی هیوادکی دترهه ګرو تر نفوذ لاندی راغلئ دئ د داعش دترهه ګری ډلی یو شمیر ځواکونه، دعربستان په ملاتړ سره، له سوریی څخه، دعراق خاوری ته منتقل شوی دی . په عراق کی دترهه ګرو دشتون هدف؛ په دی هیوادکی د ناامنۍ پراختیا؛ دنوری مالکی د دولت نا توانه ښودل ؛او دعراقی مختلفو ډلو ترمنځ، بیلتون رامنځته کول دی .
دالانبار په سنی میشت ولایت کی ،دترهه ګروسره په برخوردکی، د کوچیانو اوکلیوالوسره دپوځ همکاری کول؛ښئیی چی، ترهه ګرو او دهغوی ملاتړکونکو، په عراق کی، دشیعه او سنی ترمنځ دتفرقی اوبیلتون اچولو په منظور؛ ماته خوړلې ده . دترهه ګرو دتحرکاتو او ټروریسټی حملو له کبله؛ یواځی دعراق بی ګناه خلګ قربانیان کیږی .
Add new comment