دامریکا بیړناک اقدامات به پخپله دواشنګټن په تاوان وي
روئيټر ز خبري آژآنس راپورورکړ دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون دامریکا له خارجه وزیر جان کري سره په ټيلیفوني تماس کې وویل بیړني اقدامات دواشنګټن او ماسکو اړیکو ته تاوان رسولی شي
داوکراین شخړې او په دغه هیوادکې موقتي حکومت واک ته رسیدا دروسیې ا و لودیځ تاؤتریخوالی نوره هم زیات کړی دی
سرګئ لاؤروف همدرازا وړمه ورځ هم دایټالیا په روم کې له خپل امریکائي همڅنګ سره له کتڼې وروسته دخبریالانوپه ټول کې ویلی وو چې غوره ده امریکا داوکراین دموضوع په باب له جنجال جوړونې ډډه وکړي
دروسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم پرون سهار وختي له امریکائي همڅنګ اوباما سره په تماس کې هغه له هرډول هغه اقدامه چې ددواړو هیوادونواړیکو ته تاوان رسوي منع کړ
په عین حال کې دروسيې دولسمشر ویندوي دمیټري پسکوف هم پرون ویلی دي چې داوکراین په سر ئې لودیځ سره اختلافات ډير ژور شوي البته روسیه هیله منه ده چې ځيني ګډې زمینې برابرې شي او سوړ جنګ بیا پیل نشي
Add new comment