زماداسلام منلوعلت څه دی؟

دفرانسې یوه سندرغاړې اوغږونکي میرمن دیامس ددې خبرې په کولو سره چې دلمانځه په اداکولو او دقرآن کریم په قراءت اولوستلو سره ئې سټریس ختم شوی،په یوّه کتاب کې ویلی دي چې اسلام ئې منلی او ستر یا حجاب ئې غوره کړی دی
فارس خبري آژانس مصر دنورت انټرینیټي سایټ له قوله راپورورکړی میرمن دیامس چې اصلی نامه ئې میلانی جورجیادس ده،دفرانسې یوه غږونکې او سندرغاړې ده چې په همداوروستیو کې ئې په یوه کتاب کې داسلام دمنلو هویت اعلان شوی دی
دغه خبری سايټ لیکلی دي میرمن دیامس په داسې حال کې چې په ۲۰۰۹کال کې دفرانسې له یوه پوهنتونه کله بهروتله نوسکارف ئې اچولی ؤ او هلته ئې رسنیوته دخپل پوښښ اوسکارف اچولوپه باب له هرډول خبرې کولو ډډه کړې .
خواوس د :دیامس دژوند: په نامه دخپل کتاب په خپریدا سره ئې دخپل ژوند له ټولوسختیو ،په نهایت کې د اسلام له منلو اوستر ته دمخه کولو له علتونوټول خبر کړي دي .
هغې پخپل دغه کتاب کې له پلار پرته ژوند او د سندرو ویلو مرحلې ته د دنګلو او له امریکائی او فرانسوي سندرغاړو سره یوځاي دترلاسه شوي شتمنۍ او شهرت په باب خبرې کړی دي اوز یاته ئې کړې چې د ډیر زیات سټریس په پړاؤ کې ئې ژوند تیر کړی او په ځلونو ئې بیلابیلو ارواپيژاندو ته مراجعه کړې خو هیڅ یو ئې په درد نه دی رسیدلی .
۳۲کلنه میرمن دیامس چې د مریم په نامه یوه څلور کلنه لور هم لري ،پخپل کتاب کې لیکي ، دڅو ملګرو په مرستې سره ئې له سټریس او ناکراري ژغوریدا دلمانځه په اداکولواو دقرآن کریم په تلاؤت کې موندلې او نهایتا کله چې د۲۰۰۸کال په دسمبر کې مې موریس ټاپو ته سفر وکړ نو هلته مې اسلام ومانهّ . هغې ددې خبرې په کولو سره چې له هغه وخته مې فیصله وکړه سکارف اچوم او دیتیمانودملاتړ لپاره به یو مرکز جوړکړم ،داسلام دمنلو د غبرګونونو په باب ئې لیکلی دي ،دستر غوره کول دما دډيرو شاوخواؤ ملګرو لپاره زما ددین د بدلولو په نسبت هم ډيره دحیرانتیا خبره وه .

Add new comment