دبحرین یوازې یو فیصده شیعه مسلمانان په حکومتي ادارو کښې کار کوي

په داسې حال کښې چې دبحرین اکثره خلک شیعه مسلمانان دي خو یوازې یو فیصد شیعه په حکومتي ادارو کښې فعالیت کوي .
شفقنا خبري اژانس وايي په لندن کښې دبحرین د بشري حقوقو دمرکز ددیني ازادیو د برخې مسوول شیخ میثم سلمان پرون په لندن کښې په بحرین کښې د فرقه پالو سیاستونو په نوم سره په یوې غونډې کښې وویل دنړیوالو اوملي راپورونو پراساس دبحرین ال خلیفه رژیم په پرله پسې کلونوکښې فرقه پال سیاستونه مخ ته بیولي دي .
شیخ سلمان وویل په بحرین کښې د شیعه مسلمانانو له اکثریت سره سره یوازې یو فیصده شیعه ددفاع وزارت، دښځو دلوړې شورا او دخیریه موسسو او دفاعي ځواک په شمول په حکومتي ادارو کښې په کارونو بوخت دی .
په لندن کښې د بحرین دبشري حقوقو د مرکز ددینی ازادیو دبرخې مسوول دغه راز د دغه هیواد قضايي حالت او د سلو(۱۰۰) اهل سنت قاضیانو په مقابل کښې دیوازې شپږو (۶)شیعه قاضیانو فعالیت ته په اشارې سره ټينګار وکړ دغه شمیر نه یوازې د توپیر دزیاتیدا بلکې دبحرین په حکومتي شرکتونو او ادارو کښې د توکمیزو سیاستونو په شتون ټینګار کوي .
په بحرین کښې څه دپاسه سل(۱۰۰) کاله کیږي دیکتاتور حکومت ټینګ دی او هلته عادي خلکو ته په حکومت کښې هیڅ ونډه نه ورکول کیږي .
دبحرین خلک ددیکتاتور حکومت دختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیوه (۱)خپلواکه حکومت دجوړیداغوښتنه کوي.
دبحرین دیکتاتور رژيم د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او داردن دعسکرو په مرستې سره ترسره کابو سل() کسان چې ښځې ،ماشومان، ځوانان او بوډاګان پکښې شامل دي په حملو کښې وژلي او ډیرې خلک یې نیولي او له کارونو لیرې کړي دي .

Add new comment