داعش ترهه ګرې ډلګۍ په سوریه کښې اووه کسان اعدام کړي
داعش ترهه ګرې ډلګۍ په سوریه کښې اووه کسان اعدام او یو بل نوی وحشیانه جنایت ترسره کړ
د المنار تلویزیوني چینل د راپور له مخې، د داعش په نامه ترهه ګرې ډلګۍ چې ځان په عراق او شام کښې اسلامي حکومت نوموي او زیاتره غړي چیچنایان دي، د سوريی په دیرالزور کښې اووه کسان اعدام کړي او ویډیو یې ورته په یوټیوب کښې خپره کړي ده .
د دغه راپور له مخې دغه اعدام په یوه سالون کښې شوی او قربانیان یې هم له بندیانو انتخاب کړاي شوي دي ،چې یو کوچنی ماشوم هم پکې شامل دی .
د داعش لخوا هره ورځ د خلکو وژل او اعدامول یوه عادي چاره ګرځیدلي ده .
Add new comment