حضرت زینب(س)، د بشري ټولنې سیمبول

 نن د حضرت محمد مصطفی(ص) له پاکې شجرې څخه یوه تازه غوټۍ راټوکیږي، نن د امام علي علیه السلام او د بي بي فاطمه زهرا(س) په شنه باغ کښې یو بل ګل غوړیږي. د نور په هغو وړانګو کښې چې د ولایت په شین او ساده کور باندې لګیږي، یو ستوری ځلیږي او بي بي زینب دنیا ته راځي. د تهران راډیو مینه والو د حضرت بي بي زینب(س) د مبارک میلاد په مناسبت تاسو ټولو ته مبارکي وایو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
                حضرت بي بي زینب(س)د هجرت په پنځم کال د جمادي الاول یا دریمې خور په پنځمه نیټه په مدینه کښې دنیا ته سترګې رڼې کړې. په دغو ورځو کښې د خدای ګران رسول حضرت محمدمصطفی(ص) په سفر تللی و. په همدې وجه امام علي عليه السلام په هغې د نوم کښیښودلو کار وځنډاوه ترڅو پيغمبراکرم مدینې ته ستون شي. د پیغمبر اکرم(ص) له ستنیدو وروسته هغوي د خدای په حکم په دغې مبارکې ماشومې د زینب نوم کښیښود او سپارښتنه يې وکړه چې تل د دې ماشومې احترام او قدرونه وکړئ ځکه چې دا خپلې نیا، خدیجة الکبری(س) ته ورته ده. یعنې لکه څنګه چې بي بي خدیجې(س) د بعثت په پیل کښې په میړانې او سرشیندنې سره ډیر زحمتونه او کړاونه وزغمل څو د اسلام د دین تنکی نیالګی میوه ورکړي، حضرت زینب(س) هم په صبر او ایثار او د ډیرو سختو کړاونو په زغملو سره په خطر کښې د اسلام د اساس او بنیاد د لویدو مخه  نیسي.
                حضرت بي بي زینب(س)ته له خپل پلار حضرت امام علي علیه السلام او له خپلې قدرمنې مور بي بي فاطمې(س) څخه ټول ارزښتونه په میراث کښې پاتې شوي وو او د دغه نمونه مور او پلار تر نیغ په نیغه څارنې لاندې وروزله شوه او په یو داسې چاپیریال کښې لویه شوه چې د فضایلو، صفا او صمیمیت مرکز و. هغه په عفاف او عصمت کښې د خپلې مور، بي بي زهرا(س)او د وینا کولو په روده او رساتوب کښې د خپل بزرګواره پلار امام علي(ع) په شان وه.  بي بي زینب همداشان زغم او صبر له خپل ورور امام حسن(ع) او میړانه او باتوري له امام حسین علیه السلامه زده کړه.
په همدې وجه د خدای د قدرمن پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د دغې لمسۍ په وجود کښې د لوړو اسلامي او انساني ارزښتونو ځلانده نور په غوړیدو و.
د حضرت بي بي زینب(س) په ماشومتوب کښې د هغې بزرګواره پلار هغې ته وفرمایل: «لورې! ووایه، یو»، زینب(س) وویل: «یو». بیا امام علي(ع) وفرمایل: «ووایه دوه»، دغه وخت حضرت بي بي زینب(س) غلې شوه، کله چې یې چپتیا اوږده شوه نو پلار ورته وویل: «لورې! ولې چپ شوې؟» عرض یې وکړ «بابا جانه! په کومه ژبه مې چې وویل، يو، د دوه ویلو توان نه لرم». د بي بي زینب(س) دا خبره په همهغه ماشومتوب کښې د هغې بزرګوارې میرمن د زړه په تل کښې د عالم د پروردګار په یووالي باندې د ژورې عقیدې بیانونکې ده.
                حضرت زینب کبری(س) یوه بابصیرته او پوهه میرمن وه چې پخپلې سیرې او وینا سره یې له خپل ستر شخصیت څخه د مسلمانو او حتی د غیرمسلمانو ښځو لپاره یو تل پاتی سیمبول په یادګار پريښود. د حضرت زینب(س) په لوړو مقامونو کښې یو د هغوي د بې پایه علم او پوهې مقام دی.
کله چې حضرت علي عليه السلام د خپل خلافت په وخت د عراق کوفې ښار ته لاړ او هلته استوګن شو نو د علم او پوهې مینه والو ښځو او جینکو ورته پيغام ورولیږه او وې ویل:
مونږ اوریدلي دي چې ستاسو لور زینب(س) د خپلې مور زهرای مرضیه په څیر د پوهې سرچینه او د کمالاتو او علومو لرونکې ده. که ستاسو اجازه وي نو مونږ یې حضور ته درشو او د پوهې له هغې سرچینې ګټه واخلو. امام علي عليه السلام اجازه وکړه چې عالمه لور یې د کوفې مسلمانو ښځو ته زده کړه او روزنه ورکړي او د هغوي علمي او دیني مسایل حل کړي. بي بي زینب (س) خپل چمتووالی اعلان کړ او له ابتدايي ملاقاتونو وروسته یې د هغوي لپاره د قرآن د تفسیر کلاس جوړ کړ او همداشان به یې د هغوي د پوښتنو او شبهاتو ځوابونه ورکول. البته کربلا، کوفې او شام ته د تګ په اوږدو کښې د دغې بي بي له ویناوو او همداشان له هغو خطبو او ویناوو څخه چې په مختلفو موقعو يې د هغې زمانې د ستمکارانو او طاغوتیانو او خلکو په وړاندې وکړې، د دغې بزرګوارې میرمنې د علم، پوهې او کمال درجې ښې څرګندیږي.
د حضرت زینب(س) په هکله یو بل ظریف او اساسي ټکی هم شته او هغه په مختلفو موقعیتونو کښې په ځاې دریځنیونې او فیصلې دي. هغه ښه پوهیدله چې چرته نرمه خبره کول پکار دي، چرته پکار دي په قهر شي او حماسه وزیږوي، چرته پکار دي وژاړي او اوښکې توې کړي او کله پکار دي له عقل او منطقه کار واخیستل شي. د یزید بن معاویه په ماڼۍ کښې په داسې حال کښې د دوي بې مثاله خطبه چې د بزرګواره ورور، امام حسین علیه السلام سر یې په مخکښې پروت و، د همدغې توانمنۍ او مهارت ښودونکې ده. یو محقق په دې هکله لیکي: «د دښمنانو په وړاندې د زینب عکس المعل ډير حیرانونکی دی. دغې بي بي له هغوي سره په داسې حال کښې چې د قدرت په اوج کښې وو، تند او تیز چلند وکړ. زینب د بني هاشم کورنۍ باتوره میرمن ده، داسې په دروند او رسا غږ یې وینا وکړه چې د ظالمو او غاصبو امویانو د سلطنت ماڼۍ ولړزیدله او د ظالم یزید په دربار کښې یې داسې مهمه وینا وکړه چې هغه او د هغه ملګري یې رسوا کړل».
                د حضرت بي بي زینب(س) یو بل خصوصیت میړانه او باتوري ده. له دښمنانو سره د دغې میرمنې چلند ډیر حیرانونکی دی. هغه په خپل ټول وجود سره د ظالمانو مقابلې ته پاڅیدله. بي بي زینب چې په هاشمي زړه ورې بي بي مشهوره ده، د سړیو په شان په ظالمو دښمنانو غږ کوي، ترټي يې، سپکوي يې او له هیچا نه ویریږي. هغه د سړي وژونکو، په وینو له سرو تورو، نه ویریږي. زینب د کوفې د واکمن ابنِ زیاد په دربار کښې د هغه ظاهري قدرت او طاقت ته له پاملرنې پرته په یو ګوټ کښې کښيني او د هغه پوښتنو ته په بې پامۍ سره،  هغه سپک شمیري او فاسق او فاجر يې معرفي کوي او وايي:
 «د هغه خدای شکر کوم چې مونږ یې د حضرت محمدمصطفی(ص) په نبوت سره قدرمن کړو او له پلیدیو يې پاک کړو. بې شکه چې یوازې فاسق رسوا کیږي او بدکار دروغ وايي او هغه له مونږ څخه نه دی». او همداشان د یزید د بدوردو په وړاندې یې علوي شجاعت نندارې ته کښیښود  او وې ویل: «زه تا د دې جوګه نه ګڼم چې درسره خبرې وکړم خو دې زمانې سره څه وکړم چې خلک د حق له لارې بې لارې شوې دي او تا ته یې قدرت درکړی چې ته دومره فرصت پیدا کړې چې د پيغمبراکرم(ص) لمسی شهید کړې او اهل و عیال او کورنۍ ورله اسیره کړې او دې غونډې ته یې راولې».
                د حضرت بي بي زینب(س) یو ډیر څرګند او مشهور صفت د دوي د صبر مقام دی. زینب کبری(س) د تاریخ ترټولو سخته، درنده، دردونکې او رنځونکې پيښه په کربلا کښې لیدلې ده. کله چې امام حسین علیه السلام او د هغوي ۷۲وفادار ملګري شهیدان شول نو د دغې پیښې ټول درانه د زینب کبری(س) په اوږو راغلل. له دې نه علاوه هغې باید له کربلا نه شام او د شام نه بیا مدینې ته په تګ کښې د پيغمبراکرم(ص) د اهل بیتو د پاتې کسانو سرپرستي کړې وې. حضرت بي بي زینب(س) د عاشورا د پیښې په وړاندې خدای خوښونکی چلند وکړ او د دغې پیښې له پیښيدو نه د خپل وفاته پورې یې یو ځل هم د کربلا د پیښې په وجه ګله او شکایت ونه کړ بلکې د داسې یوې ترخې او خونړۍ پیښې باوجود همهغه شان د پروردګار شاکره وه. مشهوره ده چې د کربلا له غمیزې نه څوورځې وروسته ابن زیاد د خپلې ظلم او ستم په ماڼۍ کښې له سپکاوي نه په ډک لحن سره بي بي زینب(س) ته وویل: له اهل بیتو سره دې د خدای سلوک څنګه ولیده؟ یعنې ودې لیدل چې خدای مونږ بریالي کړو او تاسو ټوټې ټوټې او تیت پرک شوئ. حضرت زینب(س) په جرائت او میړانې سره ځواب وکړ: له ښکلا پرته مې بل څه و نه لیدل.
                د حضرت زینب(س) یو بل صفت د دوي ایثار او له ځانه تیریدل دي. دغه بي بي په یوه داسې کورنۍ کښې دنیا ته راغله چې د عالم پروردګار د هغوي د سرښیندنې او ګذشت خبره کوي او د قرآن کریم د سوره انسان اتم او نهم نمبر آیتونه یې د هغې په قدرونه او ستاینه کښې نازل کړي دي. هغه کورنۍ چې درې ورځې یې یوازې په اوبو روژه ماتۍ وکړ او خپل خواړه يې یوه ورځ فقیر ته، په دویمه ورځ یتيم او په دریمه ورځ یو اسیر ته ورکړل.
یوه ورځ امام علي عليه السلام یو فقیر کور ته راوسته چې میلمستیا یې وکړي. کله چې یې له بي بي فاطمې(س) نه پوښتنه وکړه چې په کور کښې څه شته چې د دغه ګران میلمه میلمستیا وکړو؟ نو هغې ورته وفرمایل: له هغو لږو خوړو پرته چې د زینب لپاره مې پریښې دي، بل هیڅ نشته. په دغه وخت بي بي زینب(س) چې عمر یې یوازې څلور کاله وو، مور ته وویل: مورجانې! زما خواړه میلمه ته ورکړئ.
د امام علي عليه السلام د لور د ایثار او سرشیندنې اوج د عاشورا په ورځ نندارې ته وړاندې شو. زینب چې هر څه لرل، په دغه ورځ یې په اخلاص سره د خدای په درګاه کښې وړاندې کړل. د عاشورا د ورځې په سهار په داسې حال کښې چې خپل دوه ځامن عون او محمد ورسره وو، د امام حسین عليه السلام حضور ته ورغله او عرض یې وکړ: زمونږ نیکه ابراهیم خلیل ا... د خپل زوي اسماعیل علیه السلام د قرباني کولو په ځاې د خدای لخوا رالیږله شوې قرباني ومنله. ورورجانه! ته هم نن زما دا دوه قربانۍ ومنه او که له ښځو څخه د جهاد حکم نه وی اخستل شوی نو ځان به مې زر ځلې د محبوب په لاره کښې قربان کړی و او هره شیبه به مې زر ځلې د شهادت غوښتنه کوله. بیا یې وفرمایل: غواړم چې ځامن مې، له وریرونو مخکښې میدان ته لاړ شي.
کله چې د بي بي زینب(س) دغه دوه ځلمي ځامن له دښمن سره له مقابلې وروسته شهیدان شول او د هغوي په وینو سره بدنونه یې د خیمو خوا ته راوړل نو ټولې ښځې له خیمو راووتلې خو بي بي زینب په دې وجه چې هڅې نه امام حسین علیه السلام خجل شي، له خیمې راو نه وتله.
او د حضرت بي بي زینب(س) د ایثار او سرشیندنې د مقام په هکله وروستۍ خبره دا چې د عاشورا د ماسپښین په وروستیو شیبو کښې کله چې د خپل ورور او مقتدا په وینو سرې جنازې ته ورغله نو په دې جملې سره چې «خدایه! د پيغمبراکرم(ص) د کورنۍ او اهل بیتو دا قرباني او ډالۍ قبوله کړې»، خپل ډیر زیات اخلاص او فداکاري نړیوالو ته وښودله.

Add new comment