رحمان ملک طالبان د اسلام او پاکستان دوښمنان وبلل

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ددې هیواد د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک نن په اسلام آباد کې وویل طالبان له یوې خوا د سولې خبرې اترې کوي او له بلې خوا اوربند ته نه دي ژمن .
د هغه په وینا په پاکستان کې به ترهګري هیڅکله هم پای ته ونه رسي او د دې هیواد دولت ته ېې توصیه وکړه چې د طالبانو پر خلاف له زور کار واخلي .
ملک زیاته کړه نواز شریف باید له ولس مشر حامد کرزي سره خبرې اترې وکړي تر څو پاکستان ته د مولانا فضل الله د بیرته راګرځيدو زمینه برابره شي .
همداراز د پاکستان په پارلمان کې د دولت د مخالفانو مشر سید خورشید احمد شاه نن وویل له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې به د پاکستان فوځ ملامت وي .
هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ فوځ باید له طالبانو سره د خبرو اترو په کمیټه کې شتون ونه لري.
پرون د پيپل پارتۍ استازي سناتور ضاء رباني هم په خبرو اترو کې د فوځ د ورګډیدا په اړه خبرداری ورکړی ؤ .
د پاکستان دولت غواړي له طالبانو سره د خبرو اترو په کمیټه کې د فوځ او آي ایس آی استازي هم شامل کړي .
 له دې هیواده بل خبر وايي چې نن پولیسو په کراچۍ ښآرکې یو ستر بم چې لسګونه کیلو ګرامه باروت په کې ځای پر ځای شوي ؤ کشف کړی دی

Add new comment