په افغانستان کښې د امریکې نیم ټریلیون ډالریز جنګ

په داسې حال کښې چې ټاکل شوې ده په افغانستان کښې د امریکايي ځواکونو شمیر کم شي، د امریکې دفاع وزارت په افغانستان کښې د پوځي شتون د دوام لپاره په ۲۰۱۵مالي کال کښې تقریباً د اتیا میلیارډ ډالري بودجې غوښتنه کړې ده. د امریکې د ۲۰۱۵کال د دبودجې د مسودې له مخې د دغه هیواد دفاع وزارت پینټاګان د ۲۰۱۵کال لپاره په افغانستان کښې د خپلو لګښتونو اندازه ۷۹میلیارډ او ۴۰۰میلیون ډالره  اټکل کړې ده. دغه پیسې له هغو پیسو نه یوازې پنځه میلیارډ ډالره کمې دي چې د امریکې د ۲۰۱۴کال په بودجه کښې په افغانستان کښې د عملیاتو د لګښت لپاره بیلې شوې وې. دا په داسې حال کښې دي چې که د امریکې او افغانستان ترمینځ امنیتي موافقه لاسلیک نه شي نو د امریکې ټول ځواکونه به له دغه هیواده ووځي.
د ۲۰۰۱کال په اکتوبر کښې په افغانستان باندې د امریکې د پوځي حملې له پیل نه تراوسه پورې د افغانستان جنګ د امریکې د مالیات ورکونکو لپاره ۵۵۰میلیارډ ډالره لګښت لرلی دی. که د ۲۰۱۵مالي کال لپاره د پینټاګان غوښتل شوې بودجه تصویب شي نو دا رقم به له ۶۲۰میلیارډ ډالرو زیات وي. البته په تیره یوه لسیزه کښې د امریکې جنګي لګښتونه یوازې په افغانستان پورې اړوند نه وو. که د ۲۰۰۱کال د ستمبر د یولسمې له پیښې وروسته د امریکې ټولو جنګي لګښتونو ته پاملرنه وشي نو د امریکې د مالي سرچینو تقریباً یو نیم ټریلیون ډالر د نړۍ په زیاترو سیمو باندې په لشکرکشۍ لګیدلې دي. دا په داسې حال کښې دي چې د ستمبر له یولسمې د وروسته جنګونو  غیرمستقیم لګښتونه تر شپږ ټریلیون ډالرو پورې اټکل شوي دي.
د زخمیانو د لګښت برابرول،د معلولانو او معذورانو ساتل، د وژل شویو کسانو خپلوانو ته د ژوند د بیمې ورکول، په جنګي لګښتونو پورې د اړوندو ترلاسه شویو بینکي قرضو ګټه او بلآخره د جنګ په پړاو کښې د امریکې د اقتصاد د راتلو خرابونکې اغیزې د افغانستان او عراق د دوو جنګونو غیرمستقیم لګښتونه ګڼل کیږي.
البته که د افغانستان او عراق د دوو جنګونو لګښتونه د امریکې له مالي او اقتصادي حالت سره پرتله شي نو د دغو جنګونو د اغیزو اندازه به لازیاته په ډاګه شي. اوس مهال د امریکې حکومت څه باندې ۱۷ټریلیون ډالره پوروړی دی او تر تیر کاله پورې پرله پسې څلور کاله د امریکې د فیډرل حکومت د بودجې کمښت له یو ټریلیون ډالرو زیات و.
په تیرو دوو کالو کښې د مالي سرچینو کمښت لږترلږه دوه ځلې د امریکې اقتصاد د مالي چټک زوال په درشل کښې راوسته او د ۱۶ورځو لپاره یې د فیډرل حکومت فعالیت بند کړ. د روان کال له پیل راهیسې د امریکې د بې څه باندې یو میلیون او دوه لکه بې روزګاره خلکو خپله د بیکارۍ بیمه له لاسه ورکړه. همداشان د بودجې د کمښت په وجه د امریکې د ټولنې پنځه میلیون تنه سخت اړمن او فقیر خلک د خوړو د کوپنونو په ویش کښې ډیره لږه ونډه لري. که د افغانستان او عراق په جنګونو کښې د استعمال شوې بودجې یوازې نیمه برخه د امریکې د خلکو د معیشت ښه کولو ته بیله شوې وې نو اوس به په دغه هیواد کښې د بیکارۍ اندازه تقریباً اوه فیصده نه وه او په امریکا کښې د فقر له کرښې د لاندې کسانو شمیر به له ۴۵میلیون کسانو نه زیاتیده.
په دې حال سره مهم ټکی دا دی چې د افغانستان جنګ ته د ۵۵۰میلیارډ ډالرو بیلولو په دغه جنګ کښې د امریکې اهداف نه دي پوره کړي. په ۲۰۰۱کال کښې د افغانستان د طالبانو د رژیم د ړنګیدو له موضوع پرته افغانستان په ورپسې ۱۲کالو کښې د جنګ او وژلو کتونکی و او او هم په دغه هیواد باندې د طالبانو د یوځل بیا تسلم خطر له بل هر وخت نه زیات دی. په عین حال کښې په دې موده کښې په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو تولید څو برابره زیات شوی دی او نظرپوښتنې، په افغانستان کښې له امریکايي ځواکونو په خلاف د نفرت د زیاتیدو بیانونکې دي. دغه حالت دومره دوام وکړ چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی چې هیواد یې امریکايي مالیات او ټیکس ورکونکو په دغه هیواد کښې د جنګ لپاره له نیم ټریلیون ډالرو زیات ورکړي دي،له امریکې سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو ډډه کوي. داشان چارې سبب شوې دي چې د امریکې د عامه افکارو په نزد په افغانستان کښې له جنګ څخه د ملاتړ کچه په تیره یوه لسیزه کښې خپلې ترټولو ټیټې اندازې ته رسیدلې ده

Add new comment