سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتوله قطر سفیران وروبلل

سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو دخپلو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د قطر په لاسوهنې د احتجاج په توګه له دوحې څخه خپل سفیر وروبلل.
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو اوبحرین  له قطر څخه دخپلو سفیرانو د وربللو دغه فیصله پرون په ریاض کښې په یوې غونډې کښې  وکړه .
 دویلوده چې قطر په مختلفو هیوادونو په تیره بیا مصر ، متحده عربي اماراتو او لیبیا کښې له اخوان المسلمین ډلې سره زیاتې مرستې کوي .
په دې سربیره قطر په تیرو څو  کلونو کښې په مسلمانو هیوادونو په تیره بیا سورې او لیبیا کښې ډیر تخریبي سیاست ته مخه کړي ده .
دسوريې اودلیبیا  په کړکیچونو کښې قطر ستر رول لري .

Add new comment