دایران او پینځه جمع یوې ډلې دکارپیژاندو غونډه نن پیل شوه
دایران او پینځه جمع یوې ډلې د کارپیژاندو غونډه نن په ویانا کښې شروع شوه .
ایرنا خبري ا ژانس وايي د ایران او پینځه جمع یوې ډلې دکارپيژاندو غونډه چې تر جمعې ورځې پورې به دوام ولري د ایران لخوا د یورانیمو دپخولو ، د اراک ددرنواوبو د ریکټر او له ایران سره د صلح ایزې اټومي ملګرتیا په شان په بحثونو غور کوي.
ددغه غونډې نتیجې د خبرواترو لوړو مسوولانو ته منتقلیږي چې د مارچ دمیاشتې له اوولسمې(۱۷) نیټې شلمې نیټې پورې دهغوې په باره کښې بحث او دنظر تبادله وکړي .
دایران لوړرتبه اټومي مرکچي عباس عراقچي وویل دویانا خبرې اترې د فني او کارپیژانده لارو چارو لپاره کیږي او په حقیقت کښې دغه خبرې دمارچ دمیاشتې له اوولسمې(۱۷) نیټې څخه تر شلمې (۲۰)نیټې پورې د ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف او داروپايي اتحادیې دخارجي سیاست دمسوولې میرمن کاټرین اشټون ترمینځ د خبرواترو لپاره یوه (۱)سریزه ده .
داروپايي اتحادیې دخارجي سیاست مسووله میرمن کاټرین اشټون او د پینځه جمع یوې ډلې سیاسي مدیران په دغه غونډې کښې ګډون لري .
Add new comment