آل سعود اوآل خلیفه رژیمونه په سیمې کې دامریکا ګوډاګیان دي
دهندوستان دپارلیمان پخواني غړي او داهل سنت یو ه نامتو روحاني عبیدا... خان اعظمي نن زمونږ خبریال سره په خبروکې وویل امریکا دعربستان او بحرین درژیمونو په بشپړ مالی اوپوځي ملاتړونوسره دمینځنی ختیځ سیمه ناکراره اوبې ثباته کړې ده .
دهندوستان د اهل سنت دغه لوي عالم زیاته کړې عربستان دامریکا په ملاتړ سره خپل عسکر له آل خلیفه کورنۍ اورژيم څخه په ملاتړ کې په بحرین کې دیره کړي څوددغه هیواد دمسلمانانو وژلو اودهغوي په حقه مظاهرو دځپلولپاره دآل خلیفه رژیم له مامورانو سره ملاتړ وکړي حتی دوي په دغه هیواد کې دخداي دکور له ورانولو هم ډډه نه ده کړې
دا په داسې حال کې دي چې د ۲۰۱۱کال له فرورۍ میاشت راهسې تراوسه پورې په درست بحرین کې خلکو دخپل پاڅون په دوام کې دآل خلیفه رژیم په ضد دشپې او ورځې مظاهروته دوام ورکړی او دانقلاب تربریالیتوب پورې ئې کلک هوډ کړی څو دآل خلیفه رژیم جنایتونه پاي ته ورسوي او خپل حقه حقوق ترلاسه کړي
Add new comment