د امریکا سفیر ویلي، که د کابل دولت امنیتي تړون لاسلیک هم نه کړي، اړیکې به خرابې نشي

په افغانستان کې د امريکا سفير وايي، چې  د کابل – واشنګټن تر منځ د امنيتي سند د لاسليک د ځنډ له امله پيدا شويو بې باوريو، امريکا له يو لړ سياسي او تخنيکي ستونزو سره مخ کړې ده.
زموږ خبریال د پژواک خبري آژانس په حواله خبر ورکړی چې دغه څرګندونې په افغانستان کې د امريکا سفير جېمز بي کانينګهامبلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ والي او د مدني ټولنو له يو شمېر فعالانو سره له کتنې وروسته خبريالانو ته  وکړې.
نوموړې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې که د افغانستان اوسنی حکومت له امريکا سره امنيتي سند لاسليک نه کړي؛ نو ګومان نه کوي، چې د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکو کې دې کوم بدلون راشي.
خو جېمز وويل، چې د امنيتي سند د لاسلېک کېدو د ځنډ له امله په سيمه او افغانانو کې ځینې بې باورۍ پيدا شوې دي، چې د همدې بې باوريو له امله امريکا له ځينو سياسي او تخنيکي ستونزو سره مخ شوې ده.
ده زیاته کړه، دوی هڅه کوي، چې دغه ستونزې حل کړي.
د هغه په وينا، د دوی اړيکې کله ، کله له ولسمشر حامد کرزي سره خړې پړې شوې دي؛ خو امنيتي سند د دواړو هېوادونو د ګډ کار پايله ده.
هغه وايي،  دوی اړ دی، چې له افغانستان سره د امنيتي تړون د نه لرلو په حالت کې بل پلان ولري، ځکه چې دوی له افغانستان سره د اوږدو اړيکو غوښتونکي دي.
د امریکا سفیر دا نه دي ویلي چې که  د کابل دولت امنیتي تړون ورسره لاسلیک نه کړي، په افغانستان کې به د امریکایانو بل پلان څه وي.

Add new comment