د افغانستان ولسمشر وايي، آمریکا ورسره خیانت کړی دی

له کابل څخه زمونږ د خبریال د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن  پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل، آمریکا له ما سره خیانت کړی دی ،افغانان په هغه جنګ کښې وژل کیږي، چې  دغه جنګ په دوۍ پورې اړه نلري ، دى باوري دى،چې دغه جګړه د امريکا د امن او د واشنګټن د ګټو لپاره وه.
د افغانستان ولسمشر   په تیرو دولسو کلونو کښې  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې  په نامه  د آمریکا او ناټو په کړچار نیوکه وکړه او ويي ویل  آمریکا په پاکستان کښې  د ترهه ګرۍ اډو ته هیڅ پام نه کوي ،د القاعدي چینل یو حقیقت نه دی .
کرزي د آمریکایی پوځیانو لخوا د افغان  ملکیانو نیونو ته اشاره وکړه او ويي ویل   د آمریکایی ځواکونو په بندونو کښې زیاتره بندیان، بې ګناه افغانان دي .
هغه وویل په افغانستان کښې روان جنګ د لویدیځوالو په ګټه دی .

Add new comment