د افغانستان په پلازمیني کابل کښې، د امام خمینی (رح) په نامه د انجونو ښوونځي پرانیستل شو

د ایرنا د راپور له مخې   د انجونو دغه ښوونځي  د امداد توسعه بصیر په  نامه د خیریه مؤسسې په مرسته جوړه کړاي شوي چې د حضرت  امام خمینی (رح) په نومو نومول شوي ده.
د دغه ښوونځي د  پرانیستلو په دستورو کښې  افغان چارواکو او  په  کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر  محمد رضا بهراني ګډون درلوده .
د ایران د اسلامي جمهوریت د امداد توسعه بصیر   خیریه مؤسسې  مشر قاسم اکبري په دغو دستورو کښې وویل، دغه ښوونځي  ۱۶ ټولګې، لس ادارې کوټې، لابراتوار، جومات، او کتابتون هم لري،چې د ایران د اسلامي جمهوریت په سټنډرډونو سره جوړ شوي   او په۲۴۰۰۲۱۰۰  متره ځمکه جوړه شوي ،چې ۲۱۰۰ متره يې ودانۍ ده .
د اکبري په وینا  دا دریم ښوونځې چې د دغه خیریه مؤسسې لخوا  جوړیږي  او دا لړۍ به روانه وي .
په دغو مراسمو کښې  افغان چارواکو هم په خپله وینا کښې د ایران د اسلامي جهوریت د مرستو قدرونه وکړه .

Add new comment