دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دمشر مرستیال وویل دحزب الله دتباه کولو لپاره نړیواله دسیسه داجرا په حال کښې ده .
دلبنان اخبار خبري اژانس نن د حزب الله د مشر دمرستیال نعیم قاسم په قول وویل حزب الله غورځنګ له نړیوالې دسیسې سره مخ دی او ددغه دسیسې عاملان کوشش کوي په هره ممکنه طریقه حزب الله د اسرایلو رژیم له لارې وغړوي چې دغه رژیم وکولای شي په اسانۍ سره خپل هدفونه عملي کړي .
هغه وویل اسرایل هره و رځ په لبنان حملي کوي خو د حزب الله په نوم له یوه خنډ سره مخ دی او خپل هدفونه نشي عملي کولای او له هرې حملې وړاندې په ځلونو په خپل پلان غور کوي ځکه چې په ښه ډول پوهیږي چې حزب الله دهغه دهدفو په لاره کښې پیاوړی خنډ دی .
دلبنان دحزب الله دمشر مرستیال نعیم قاسم وویل حزب الله تل له اسرایلو سره مقابلې ته چمتوی دی او زیاته يې کړه که چیرې د حزب الله مقاومت نه وائ معلومه نه ده چې لبنان به نن کوم حالت درلود او دهیواد خلک به له کوم برخلیک سره مخ وو .
Add new comment