دایران له ملت سره د امریکا ددښمنۍ کړچار بدل شوی نه دی
دایران داټومي انرژۍ د موسسې دمشر مرستیال وویل دایران له ملت سره د امریکا ددښمنۍ کړچار بدل شوی نه دی او دبشري حقوقو او اټومي مسله هسې پلمه ده .
مهر خبري اژانس وايي د ایران داټومي انرژۍ دموسسې دمشر مرستیال علي اصغر زارعان نن دکرمانشاه په رازي پوهنتون کښې د اټومي صنعت د بریاو په تخصصي نندارتون کښې وویل لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا له لومړیو څخه د ایران داسلامي جمهوریت د نظام له اساس او بنیاد سره موافق نه وو او له هغه سره یې دښمني پیل کړه .
دایران داټومي انرژۍ موسسې دمشر مرستیال په دې خبرې سره چې اټومي مسله او د ایران لخوا دلبنان له حزب الله غورځنګ څخه ملاتړ دلویدیځو هیوادونو لخوایوازې پلمه ده وویل لویدیځو هیوادونو دامریکا په مخکښتوب سره دایران دخلکو ترمینځ تفرقه اچول خپل هدف ګرځولی دی .
هغه ټینګار وکړ امریکا له اروپايي هیوادونو سره یوځاې غواړي له تفرقې په کار اخیستلو سره خپلو هدفونو ته ورسیږي داپه داسې حال کښې دي چې دایران ملت په ځلونو ښودلي ده چې دهغوې د وحدت په لاره کښې هیڅ خنډ نشته .
Add new comment