د خوشال بابا منثور اثار او دسبک پیروان( څلورمه برخه)

د خوشال خان خټك منثور اثار
دا چې د خان منظوم اثار له خپلو فکري ، هنري ځا نکړنو څخه بر خوردار دي نو همدارنګه یې منثور اثار هم دغه ځا نکړنی لري او مو نږ ته یې په نثر کې هم دومره څه بر یښی دی چې دموضوع ارزښتمنی یې تر منظومو اثارو څو چنده ده . دده منثور اثار یې په لا ندې ډول دي :
بياض
د خوشال د منثورو لیکنو په برخه کې یو هم بیاض دی چې په دغه کتاب کې هم هغه متفرقې ليكنې راغلې دي چې په بیلا بیلو وختو نو کې یې لیکلې لکه : سفري ، جنګي ، شخصي او کورني حالونه ، وصیت نامه او ان نورې تاریخي پیښې پکې راغلې دي او افضل خان خټك يې هم په تاریخ مرصع کې یادونه کړی ده نو ځکه د خان دغه اثر ځانکړی ښودل شوی دی ، خو استاد رفیع دغه اثر چې په تاریخ مرصع کې ذکر شوی ، په بیلا بیلو بر خو ویشلی لکه:

o هند کوه نامه : بلخ او بدخشان د سفر ګذارش دی چې د یوه يونليك (سفر نامې) حیثت لری او په پښتو کې تر ټولو زړه سفر نامه همدغه ده .

o ځان نامه : نسب نامه او تاریخ نامه درې نورې ليكنې دي ، چې د خان له عمده اثارو څخه ګڼل کیږی .۲
د ستار نامه
دستار نامه د خوشال یو منثور اثر دی . د کتاب په سر کې د لونګۍ د وړ توب په باب سریزه لری چې دی وایې :
چې دستار تړي هــــزار دي
ددستار سړي په شمــار دي
وروسته د سریزې څخه ده بابه هنرونه او خصلتونه راغلي دي ، شل هنره او شل خصلتونه پکې بیان شوي دي . په هنرونو کې د ښکار هنر ، د كرنې هنر ، د مو سیقۍ هنر او په خصلتو نو کې د مشورې ، انصاف ، انتظام ، او غیرت خویونه راغلي دي . په دستار نامه کې سیاست ، تدبیر ، اخلاق ، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی .
ساغتنامه
د ساغتنامې نوم د لومړي ځل لپاره استاد حبیب الله رفیع یاد کړی او په دغه اثر کې د ښه او بد شاګوم په اساس داونۍ بیلا بیل سا غتونه ویشی او یوه کو چنۍ رساله ده . دا ول د خان منظوم او منثور اثار . اوس یې د هغو اثارو څخه یادونه کوو چې فقط نومونه یې مونږ ته راپاتې دي.
1. هدایه (د دغه کتاب نوم محمد هوتک په پټه خزانه کې راوړی یو فقهی کتاب دی)
2. ریاض الحقیقت
3. فراقنامه
4. آینه
5. رساله مناظره
6. کفایه
7. د سورت یوسف تفسیر
خان نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په دري یې هم لیکنې کړې دي س د (نظم او نثر ) که چیری دري شعرونه را غونډ کړی شی نو یو وړ دیوان به تری جوړ شي . د پرو فیسور مارګنسترن په نظر چې وایې : ((دفارسی ژبی په لویو شاعرانو په منځ کې هیڅوک نشته چې هغه د خوشال خان سره د فکر په ژوروالي او د شعر د ترنم په هم آهنګی کې برابري وکړي )) (۱) د خان ددې اشعارو په باب ویلی شو چې تر څلور کټګوریو لاندې دي : غزل ، قصیده ، رباعي او شیرو شکر . عبدالحی حبیبي د خان دري غزل اووه یاد کړي دي ، خو رسا صاحب څلویښت یادکړی هغه هم رادیف و(الف ـ ی ) پورې لکه چې وایې :
پیر ما از می پر ستي فـــــر ما ید مرا
الله الله وقت ګل این تو به مشـــا ید مرا
د خوشال په دري اشعاروکې تر اوسه یوه قصیده لاس ته راغلې ده . د کاظم اهنګ په نظر یوه اخلاقي ټولنیزه قصیده ده همدارنګه یې څلور رباعی ګاني هم ثبت شوې دي . بل د خان ملمع شعرونه دی چې پخپله یې کلمات په ډیره ماهرانه او صحیح توګه کارولي ، چې ښه او په زړه پورې مانا ورکوي لکه چې وایې :
افغان بچه شوخی هر ګز په عا شق باندې
لطفی نکنی رحمی داهم کله څوک کا ندي
د خان ټول دری اشعار چې مونږ ته رارسیدلي (۳۷۷) بیته کیږی چې له هغې جملې څخه (۴۵) غزلې دي . د پښتو ادب بابا ستر خوشال نه یوازې په دري شعر ویلی ، بلکې په دري ژبه باندې نثر هم لري چې یو اثر بازنامه هم په دري نثر لیکلې او دغه اثر د زلمي هیوادمل له خوا په خراسان مجله کې په چاب رسیدلی دی .(۱)
ددغه عنوان په اخر کې ویلی شم ، لکه څرنګه چې مې مخکې هم اشاره ورته وکړه ، د خان اشعار د محتوا له نظره او یا د مضمون او قالب له پلوه ډیر زیات بدلون لري . دده په اثارو کې ټولنیز ، مذهبي ، طبي ، جغرافیوي ، نجومې ، فلکلوري ، او داسې نورې برخې راغلې دي ، خو د شکل له پلوه دده په اشعارو کې مثنوي ، رباعي ، مربع ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند ، ترجیع بند ، قطعه ، غزل ، قصیده او داسې نور مو ندلی شو . دده په هر کلام کې بدیعی ښکلاوې لکه : تجنیس ، طباق ، مراعات النظیر ، ترجیع ، تنسق الصفات ، اقتباس ۰۰۰ ۰ په نثر کې هم ډیرېی ښکلاوې شته او د مسجع نثر او معاصر نثر تر منځ دده نثر د پلی حیثت لري او همدارنګه ده په اثارو کې د اخلاقو او عاداتو تر سرلیک لاندې لیکنې کړې دي لکه : د لمونځ اودس ، د روژې ډیره پابندي ، سخاوت ، ۰۰۰۰
همدارنګه خان صاف ګویي ، د ټوپک ، غشي ، باز او هر قسم ښکار کولو، اسونه به یې ډیر ساتل ، د کتاب ، سرود ، او ښایست ډیر مین وو ۰
د خوشال داشعارو سبک
د پښتو ادبياتو په تاريخ کې که څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيګڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډګر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي :
دخوشحال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه
پس له مرګه به یې یـــــاد کا ډیر عالم
رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيګڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی .
د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينه ، محبت او عشق ځنې څر ګنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نه لرو نو دی حق لري چې ووايي:
ما خوشحال چې په پښتو شعر بیــان کړ
دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي
د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنګيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي . دده کلام جنګي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر ګنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د خوشال خان سبک بزمې او رزمې دي د ګټو اساس هم توره او ميړانه ګڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي :
کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمیر
میړني دي چې یاد یږی په سندرو یا په ویر
بل ځای د تورې او توریالیتوب په هکله داسې وایي :
چې څر ګنده سربازي کا نــــدې د تورو
زه خوشحال خټک تر هسې هنــر جــــار شم
د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرګنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاګردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښكلا او ډير شهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک ګڼل كيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په ګاڼه ښکلي دي.
د سبک خواص يې
• د ده سبک پښتو شعر ډیر پراخه کړو ، پر غزل سربېره ، قصیده ، مثنوی چې د خوشال تر مخه ویل شوی او ده نور ټول د عربي او فارسي د شعر اقسام په پښتو وویل .
• د ده په سبک کې هر ډول صوفیانه ، اخلاقی ، فلسفی ، فکاهی ، مضامین مدخله او اجتماعي خبرې شته .
• په دې سبک کې د پښتو ، پښتونولۍ ، د پښتني اخلاقو او ملي ولولو روزنه هم شته .
• د خوشال په سبک کې اوږدې بوللې ( قصیدې ) پر یوه موضوع ، چې شاعر غوره کړې وي ، هم شته .
• په دی سبک کې بدیعی صنایع تر دا زمان ګد شول ، خو په هغه اندازه نه لکه حمید بابا چې پکې راوړی دی.
• حماسی احساسات پخپله خوشال په دی سبک کې راوړل .
• هجوه او غندنه هم پکې لیدل کیږی چې مخصوصا مغلبانو ډیره هجوه او غندنه یې کړی ده او په اشعاروکې يې نوې کليمه راوړه چې هغه مغولواله ده .
• د خوشال د مکتب په اشعاروکې ډیر حکیم او نصایح او فلسفي مطالب شته چې د ژوندون نری نری اسرار او حقایق پکې ویل شوي دي .
• دادبي قیمت له پلوه دا سبک تر ټولو جامع او ښه دی ، هم یې زمان خوا قوی او هم یې شعری خوا بده نه ده .
• په تخیل کې هم دا سبک ډیر ښه او په زړه پورې دی ، خورا لوړ او له نزاکته ډک شاعرانه تخیلات پکې شته .
دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادګۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له (بیاض او دستار نامې ) نه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده .
د خوشحال د سبک پيروان
خوشحال حټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیاتو کې د روښانه او هر اړ خیزه ایجادیاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده .
هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، که څه هم ځینو دیوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډګر ته نه دي راوتلي . دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو :
اشرف خان هجری
اشرف خان هجری د خوشال مشر زوی دی ، یو با استعداده شاعر او زړه ور سرباز د خوشحال د نما ینده ګانو ځنی شمیرل کیږی (دسبک پلوی یې دی ) . اشرف خان هجری هم ځانته د شعر دیوان لری ، چې ددیوان ځنې برخې یې په ګلشن روه کې چاپ شوې دي . هجری هم عشقي ، وطني او اخلاقي اشعار لري . د خپل استعداد په لرلو سره یې د خپل پلار خدمت کاوه او د خپلې ملي ژبې او ادب خدمت يې کاوه . لنډه داچې د خوشال ځنې وروسته لوی شاعر ګڼل کیږي ، چې خپل پلار ته منسوب دى .
عبدالقادر خان خټک
د خوشحال خان په زامنو کې دويم زوی عبدالقادر خان خټک دی ، چې ده هم (۴۷) کلو په عمر کې داسې اشعار وویل ، چې دهغه په اندازه هم ډیر کم شاعران پیداکیږي او د خپل پلار پیروي یې وکړه . دی د نقشبنديه طریقې په پیروانو کې شامليږي ، او د تصوف څلور طریقې یې تیرې کړې دي . دده په اشعارو کې د تصوف څرک په څرګند ډول لیدلی شو او د عشقي اشعارو ترڅنګ یې د اتلولۍ د تورې او زړورتوب روحیه په څرګند ډول غبرگون مومي . عبدالقادر خان خټک هغه شاعر دی چې ظلم یې غندلی ، محکوم کړی او د هغه پر ضد یې اشعار هم ویلي دي ، ټولنيزه برخه یې په څومره ښکلي انداز کې راوړې ، لکه چې وایې :
ځوانمرد هغه دی لــــــــــکه شمع
د ځان په سوزولو مجلس کـــــا جمع
(۱)
سکندر خان خټک
سکندر خان خټک هم د خوشال خان خټک زوی او ټکره شاعر دی . دده د زیږیدو نېټه په څرګند ډول نه ده مالومه ، خو کومې څېړنې چې پوهانو کړې ، په (۱۰۶۸) کې زیږیدلی او تر (۱۱۱۶) پوری یې ژوند تعین دی . دی هم یو تکړه شاعر او په شعر کې یې د خپل پلار پیروي کړې ده . د شعر بېلگې يې دادي :
ستا د زلفو مار چیـــــــــچلی نه رغیږی په بستانو په زیــــــــــــــارتونو په دم هم تا چې مخ وته ښکاره کړ لیونی شوي پاس دغرونو په سر ګرځي په سم هم
تر پایه پوری او د ځینو اثارو څښتن هم یادیږی لکه : مهر شدی دیوان د لیلی او مجنون مثنوی او دلی او شهۍ۰
لنډه داچې د خوشال خان خټک پیروان ډیر زیات دي ، چې دلته د هر یو پېژندنه موضوع اوږدوي . په لنډ ډول به یې د نومونو یادونه وکړو لکه : صدرخان خټک ، ګا مګار خان خټک ، دوست محمد خان خټک ، علی خان خټک ، عا بد خان خټک ، افضل خان خټک ، امکبر خان خټک ، جمیل خان خټک ، حلیمه خټکه ، خوشحال شهید ، ګوهر خان خټک ، غلام محمد ، توتیا خټکه ، سعدالله خټک ، معاذالدین ، نوازخان ، یحی اخونزاده ، خواجه محمد بنکښ ، عاصم و فتح علی ، ابوالقاسم عثمان ، فضل ۰۰۰۰
د خوشال خټک پیروي نه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې ګڼل کیږی . پښتانه لیکوال او نور څېړونكي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي .

Add new comment