د خوشحال بابا منظوم اثار ( دریمه برخه)

د خوشال خان منظوم اثار کليات کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه الف ـ (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل

د خوشال خان منظوم اثار
کليات
کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه
الف ـ (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقیوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونه ، پښتنواله ، علم ، سیاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي .
ب ـ د خان په کلیات کې (۲۵) قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیا د بی وفا یې ، نعمتونه ، له خپلو زامنو نه بیزاري ، دحضرت محمد (ص) صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي . وګورئ په څومره هنرمندانه او ښکلې ژبه د پاک رسول صفت بیانوي :
د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد
پاک دی محمد پاک دی سبحان د محمـــد
راشه نظر وکړه په (طها)په یسین باندې
خدای دی صفت کړی په قـــــران د محمد
او تر اخره ۰۰۰کلیات مخ (۳۸۲)
ج ـ رباعیات : د خوشال خان په کلیاتو کې (۱۶۰۴) رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه (۱۳۴۹) کال چاب شوې او (۱۶۷۴) رباعي پكې دي . د ـ دده په کلیاتو کې د (قطعاتو) ځنې برخي هم شته ، چې نږدې (۴۰۵) قطعې كيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري .
د ـ د خوشال په کلیات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونه یې متفرق دي چې په هغه کې (۲) مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه ( محتوا ) لږه برخه کې هم هر نګه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره :
د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیایې ، نجومې ، هزلیات او داسې نور .
فراقنا مه
فراقنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه به پخپل ځای کې شرحه شي . فراقنامه د یو څو مثنویاتو او غزلونو ځنی جوړه شوې ، چې دغه دوه ييزې ( مثنویات ) د فراق او مسافرۍ په حالت کې خپل کور ، کلی ، ټبر ، اولاد یادونه ، دوستانو او د هېواد په یاد کې هغه ساندې ، د سوز او درد نه ډکي غاړي دي چې د پنجرې بلبل پر خپلو مصيبتونو او کړاونو ډکو حالتو کې ویلي دي . د فراقنامې اشعار ، په تېره بيا دوه ييزې ( مثنویات ) داخلې راواني ، د فراق او دردناکو حالاتو کې یو داسې داستان دی ، چې نه یې لوستونکى له اثره بچ باتې کیدای شي او نه اوریدونکی . د خپل کور ، کلي ، ټبر یادونه داسې کوي :
دریغه دریغه خپـــلې مــــورې آواره خــــبري نــــــــــورې
وزر وکــــړی لـــــه دی ځایه حـــــال ددواړو ولــــــیدلی
چې یې مور په غم کې څه کـــا چې یې خور په غم کې څه کــــا
د کورونو حال مــــــــې څه دی داولس احوال مــــــــې څه دی
تر اخره پورې فراقنامه مخ (۴)
بازنامه
بازنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی ، چې د ښکار په اړه لیکل شوی ، یانې د بازانو سا تلو ، روزلو او نیولو په اړه لیکل شوى دى . په دې اړوند خان وایې :
دجهان واړه تحصیل به زما ؤ
که اخته نه وی د ښکار په اشتغال
(۱)
خان ته د تورې او ښکار هنر دواړه د مشرانو نه ورته پاتې دی لکه چې وایې :
که د تورې که د ښکار دا دوه هنره
راته پاتې تر ابادي لـــــــــــــــه پدره
(۲)
یا :
خدایه ته په زړه کې اچوی دا میني
چې په ښکار دی مبتلا کړم ته مې وینی
(۳)
بازنامه د ښکاري مرغانو ، شاهین ، باښې ، گوربت او باز په اړه د مکملو مالوماتو په لړ کې د ښکاریانو لپاره یوه ښه ګټوره کتابچه ده چې (۷۴) فصلونه لري او د مثنوي په طرز لیکل شوی دى . خوشال باز نامه په شپږو ورځو کې په کال (۱۰۵۸ه) کې ولیکله چې ټول بیتونه یې (۹۱۹) ته رسیږي .
سوات نامه
سوات نامه هم منظوم اثر دی چې د مثنوي په ډول لیکل شوى او ټول بیتونه یې (۹۳۹۱) ته رسیږی . په دغه کتاب کې دسوات د خلکو یادونه شوې او د سوات جغرافیه پکې تشرېح شوې ده . په سوات نامه کې د خان هغه سفر ، چې سوات ته یې کړی وو دا له بهرنیو سفرونو ځنی ګڼل کیږی ، پکې راغلی او همدارنګه د جغرافیې برخه ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او ادبي برخې پکې د سوات ذکر شوې دي . خوشال بابا سیاسي حالات څومره ښه بیانوي ، او په څومره خوږه ژبه د تورې بیان کوي :
داهم شکر چې مې وتړله تـــــوره
زما توره په جهان شوله مشهــوره
(۴)
یا :
د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی
پښتنو به راته کړی ډیری کنځـــــلی
(۵)
کلتوري برخې هم ده ستایلې چې د لاندې بیت ځنی ښه څر ګندیږی ، د کتانونو د ټوكر یادونه په څومره خواږه انداز کې کوي :
هغه ځای چې درښتیا مهتاب ښکاره شي
د کتانو تار او پود ښکاره ښــــــــــکاره شي
(۶)
فضل نامه
فضل نامه هم د خان یو بل اثر دی . ددغه کتاب منځپانگه دیني او فقهي مسایل تشکیلوي . د شکل له مخې د مثنوي په ډول لیکل شوې چې (۴۰۰۰) بیتونه لري .
حالنامه
د خان یوه کوچنۍ منظومه رساله ده چې ټول بیتونه یې (۷۲) ته رسیږی او دغه اثر لو مړۍ ځل د حبیب الله رفیع له خوا میدان ته راووت . په دغه اثر کې فلکور ته هم پکې ځای ور کړ شوی دی . لکه چې وایې :
تصدیق خیرات یې واوره
بلا اړه وی له کـــــــوره (۱)
طب نامه
لکه ځرنګه چې یې له نامه نه څر ګندیږی ، دا کتاب د صحت او روغتیا په اړه لیکل شوی او د هرې ناروغۍ لپاره پكې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او ښه نیت په دوا کې عبادت ګڼی لکه چې وایې:
په داروکې چې ښه نیـــت وي
دارو نه وي عبـــــــادت وي
(۲)
په طب نامه کې د سترګو ، سر ، نیم سری ، ټوخي ، قبض او د نس خوږی دارو ۰۰۰ پکې شته دي . سربېره پرې دې خوشال بابا منظومې ژباړې هم كړې دي ، لکه نام حق چې د مولوي شرف الدین بخاري تالیف دى او خان په (۱۰۶۶ه ق) کال کې په پښتو نظم اړولی دى . په دغه کتاب کې د روژې ، نمانځه ، او غسل عمده احکام بیان شوي دي . یو بل اثر (ژباړه) یې اخلاقنامه ده چې د حسین واعظ کاشفي اثر دی او خان ژباړلی دی . دا د خان منظوم اثار ول . اوس به یې منثور اثارو څخه هم لنډه غونې یادونه وکړو .
دوام لري...........

Add new comment