دپاکستان ترهګرو په کراچۍ کښې یو عالم وواژه
تکفیري ترهګرو دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې یو روحاني وواژه .
زمونږ خبریال وايي د پاکستان تفکیري ترهګرو نن په کراچۍ ښار کښې د مذهبي روحاني علامه تقي نقوي په ګاډي حمله وکړه چې له کبله يې هغه ووژل شو.
دپاکستان دمذهبي ګوندونو اوډلو مشرانو او علماو حکومت د ترهګرو حملو په مخنیوي کښې په ناتوانۍ تورن کړی دی .
Add new comment