د نایجیریا په شمال کې پر یوه ښونځي د وسله والو په برید کې ۴۳ تنه وژل شوي دي
په دې حمله کې وسله والو له ټوپکو او چاودونکو موادو کار اخستی دی او د ښونځي ودانۍ يې هم سوځولې ده.
د نایجیریا چارواکو د بوکو حرام سخت دریځه ډله چې لویدیځ تعلیم ګناه ګڼي د دې برید مسووله بللې ده.
د ډلې پورې اړوندو حملو کې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا درې سوه کسان وژل شوي دي.
بوکو حرام ډله وايي، د نایجیریا په شمال کې د اسلامي دولت د جوړېدو لپاره وسله وال فعالیت کوي.
Add new comment