ملګرو ملتونو د سوریې د کډوالو د شمیر له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه
ملګري ملتونه وايي، نزدې ده چې سوریه په نړۍ کې د زیاتو کډوالو له نظره د افغانستان ځای ونیسي.
د پریس ټي وي د رپورټ له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر انتونیو ګویتریز تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وویل؛ سوریه چې پینځه کاله وړاندې په کې زیات شمېر بهرني کډوال میشت وو؛ په داسې هېواد بدلیږي چې زیات اتباع به يې په بهر کې مهاجر وي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه پورې څه کم دوه نیم میلیونه کسان له سوريې څخه وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د شمیرنو له مخې دا مهال شاوخوا دوه اعشاریه شپږ میلیونه افغانان کډوال دي.
Add new comment