که له طالبانو سره خبرې اترې کامیابې نه شوې نو بشپړ پوځي عملیات به وکړو

د پاکستان یو لوړرتبه حکومتي چارواکي وویل: که د طالبانو ډلې د سولې په مذاکراتو کښې خپل جديت ونه ښوده او خبرې اترې کامیابې نه شوې نه د شمالي وزیرستان په شمول هرځاې چې ضروري وي، بشپړ پوځي عملیات به وشي.
دغه پاکستاني لوړرتبه چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط په واشنګټن کښې خبریالانو ته وویل چې د پوځ په روانو عملیاتو کښې د شمالي وزیرستان په دته خیل او شوال سیمو کښې د ترهګرو په روزنیزو مرکزونو او پټن ځایونو حملې وشوې.
ده وویل چې د حکومت وړومبنی ترجیح د خبرواترو له لارې د مسئلې هوارول دي. که خبرې په سم لور پرمخ لاړې نه شي نو د شمالي وزیرستان په شمول چې هرځايې ضروري وینو، بشپړ عملیات به وکړو او دا عملیات به هم په ډاګه وي.
د ده په وینا په شمالي وزیرستان کښې پوځ موجود دی بس پوزیشن ورته په ګوته کول دي او که عملیات وشول نو حقاني ډله به هم له مینځه لاړه شي.
دغه پاکستاني چارواکي وویل چې طالبان وایي خبرو ته جدي دي خو ورسره ورسره ملکي خلک وژني او ترهګرانه حملې کوي.

Add new comment