رحمان بابا ژوند ته لنډه شان کتنه
هسې خوښ یم ستا د در په خاکسارۍ کې
افسانوي يا کيسوي اړخ يې داسې دى چې د باړې پر غاړه به تر يوې ونې لاندې د جذب په نړۍ كې غرق ناست و، چې رحمان بابا يې رباب واهه او پر مځکه به يې ليکنې کولې چې دغه زموږ له نېکه مرغه د هغه خور (بي بي) پر کاغذ ليکلې چې نن پښتني جهان ته د يوه دېوان په شکل پاته دی، چې په پښتني ادب او فرهنګ کې ستر رول لري چې د علم او ادب مينان خپله ادبي او علمي تنده د باب په بياض ماتوي نو که چېري د باړې پر غاړه به نه و، نو رحمان بابا به د خدای په مينه غرق په غرو کې ګرځېدی او ځينې وخت به د هندوستان په هوارو ورشوګانو کې هم په مينه مست و او بيا به اوکړې ته راغی، د تورې او قلم د لوی فيلسوف، اديب او اعلی شاعر خوشحال بابا د ادب په نړۍ کې شعرونه ويل، د کيسې له رويه د رحمان بابا پلار او مشر ورور يې عزيز خان نومېدی.
د رحمان بابا پلار عبدالستار ذکر کړی دی، کوم وخت چې د رحمان بابا پلار وفات شو نو د ده مشر ورور عزيز خان د خپل پلار پر ځای کښېناست چې ملکي او خاني يې کوله او رحمان بابا د يوه دلاک هلک چې مجنون نومېده، د هغه سره يې مينه پيدا شوه چې د کلي او وطن څخه راووت او د باړې پر غاړه يې کوډله ودروله چې رحمان بابا او مجنون دواړه په کوډله کې ژوند کاوه او د جهاني عالمه يې يوازيتوب او بېلوالی غوره وګاڼه لکه چې يو شاعر ويلي دي :
هسي رنګ د دې عالمه تنها خوښ يم
چې په شان لکه وحشي په صحرا خوښ يم
د پورته بيتو څخه داسې څرګندېږي چې دی دي ډېر سپين ږېری وي او تر شپېتو کالو دي هم اوښتی وي، د رحمان بابا په دېوان کې ډېر ځايونه د شاجهان، اورنګزېب، د اراشکو او شاه عالم ذکر شوی دی، که چېري موږ د شاه عالم د اختيتام زمانه 1134 هـ وبولو او د هغه ژوند 65 کاله وبولو، د رحمان بابا د زېږېدو وخت د شاه جهان د پاچاهۍ اخير ته رسېږي چې د پټې خزانې تاريخ سره سمون يا نږدې والی لري.
مېجر راورټي چې د پښتو ژبې يو لوی محقيق دی چې پښتو ژبې او پښتو ادب ته يې ډېر لوړ او د قدر وړ خدمتونه کړي دي په هغهر ساله کې چې د حميد بابا په هکله ليکلې ده، ليکي : چې ما د حميد بابا د زېږېدنې په باب صحيح معلومات او د سپين ږېرو د معلوماتو له مخې د حميد بابا د زېږېدو نېټه 17 ع پېړۍ دويمه نيمايزو د منځ ښودلې ده او رحمان بابا ته د حميد بابا يو څو شعرونه رسېدلې وو، رحمان بابا حميد بابا راوغوښت او دعا يې ورته وکړه، اوس که موږ د حميد بابا د پيدايښت کال 1650 يا 1700 ع په منځ کې 1675 ع فرض کړو نو به په هجري حساب 1055 هـ کېږي نو په دې حساب هم د رحمان بابا د زېږېدو نېټه د پټې خزانې و نېټې ته نږدېوالی پيدا کوي.
د رحمان بابا هغه شعرونه او نظمونه چې د اورنګزېب په هجوه کې او د ګل خان او جمال خان په واقعه کې ليکل شوي دي، د ده د ژوند اخيرنی عمر ترسيموي، او خلک به ووايي چې د دې ادبي شاکار د خپل وخت او زمانې پر تاريخي، اجتماعي او سياسي واقعاتو موزون تنقيد کړی دی او د يوه او تر او مجذوب دماغ څخه پيدا شوی دی، نو ځکه موږ د هغه په هکله ويلای شو چې د رحمان بابا پر طبيعت جذب غالب او د هغه عاشقانه مزاج او صوفيانه تقاضا دا وه چې هغه تنهايي خوښه کړې او په دنيايي حالاتو او هنګامو کې يې دلچسپي نه ښووله.
د رحمان بابا په هکله چې کوم معلومات شته هغه بېخي پر نشت حساب دي، ځکه د رحمان بابا د ادب تاريخي دوره او دغه اديب او صوفي شاعر د ژوند حالات تر اوسه پورې د زمانې په تيارو کې قط پر قط نغښتي او پېچلي دي چې تر اوسه پورې د رحمان بابا د زېږېدو په هکله موږ ته يوازې، د پټې خزانې د مولف قول دی او پټه خزانې د ده د مړينې نېټه 1118 هـ ليکلې ده.
ده د عشقه پيدا کړې دا دنيا خدای
د همه وو مخـــلوقــــاتو پــلار دی دا
که څه هم دا کيسه کوم تاريخي اساس نه لري او که موږ د رحمان بابا دېوان په غور مطالعه کړو نو دا راته څرګندېږي چې د رحمان بابا د ځينو بيتو پر اساس دي دې کيسې په خلکو کې رواج پيدا کړی وي، مثلاً رحمان بابا وايي :
جدايي ده ډېره سخته
د ارواح او د قــالـــب
چې مجنون پر ذکندن شو
زه يې پرېښودم نائــب
چې روزي دي شه رحمانه
د پښتونخوا په هيڅ تاريخ لکه تاريخ مرصع کې د دې هيڅ ثبوت نشته چې مجنون د رحمان بابا هم عصره او د ده محبوب دي وي، شاعران کله کله دا عراق په سمندر کې غوټې وهي، کله ځان د مجنون او کله د فرهاد او کله بيا لکه منصور ځانونه د دار پر دربلۍ ځړوي.
چې د پښتو، فارسي، اردو او عربي شاعرۍ کې د مجنون، فرهاد او منصور د نومونو څخه ډکې وي، لکه خوشحال خان وايي :
مـــجنون مړ نه دی ژوند دی
چې لا ما غوندې خراب شته
د عزيزخان په هکله هم د خلکو مختلفې نظريې دي : چې رحمان بابا د پېښور د مومندو د قبيلې د غورياخيلو د څانګې څخه نه دی هغه د پېښور په هزارخانۍ کلي کې اوسېدی، هغه ډېر لوی عالم او ملا و، د عالمانو څخه ګوښه په مذهبي تفکر کې ډوب او دروېشانه ژوند به يې کاوه او د چشتيې طريقې پيرو و چې دا طريقه په مسلمانانو کې ډېره مقبوله او رواج ده، کوم وخت چې رحمان بابا ته د شعر الهام وشو نو د خلکو او ټولنې څخه ليرې او ګوښه نشيني به يې اختيار کړه او ملګرو او دوستانو به يې همېشه اوښکې تر سترګو جاري ليدلې و تل به يې تر خپلې لويي ونې لاندې خپل الهام په شعر اړاوه، دی د خپل خلوت څخه نه راوتی او لمونځ يې په جمعت نه کاوه، خو وروسته يې لړ پوه ملايان او عالمان ده ته ورغلل او د هغوی په مشوره د خلوت څخه راووتی او لمونځ به يې په مسجد کې په جمعت کاوه او په دې هکله يې دا شعر ويلی دی :
زه رحـــمــان کــناره خــــوښ وم له عالمه
باري ستا سترګو رسوا کړم په عالم کې
ميجر راورټي چې د پښتو ژبې لوی محقق دی او په پښتو کې ډېر کتابونه ليکلي دي داسې ليکي :
چې رحمان بابا به خپل کلام خپلو دوستانو ته د ترتيب کولو لپاره ورکاوه چې د رحمان بابا تر مرګ وروسته دا کار وشو او د ده تر مرګ پورې هېڅوک په دې خبر نه وو، که څه هم د ميجر راورټي خبرې د رحمان بابا د دې دېوان په هکله څه مرسته کوي خو د ده ټولې خبرې شفاهي دي او کوم تاريخي سند يې نه دی ښوولی او نه تر اوسه پورې موږ ته په لاس راغلی دی.
د رحمان بابا تاريخي ژوند په ډېرو تاريکيو کې پروت دی او د ژوند حالت يې تر اوسه پورې په څرګند ډول نه دی ښکاره، خو بيا هم ځينو پوهانو او عالمانو لکه ارواښاد حبيبي صاحب، کامل صاحب، رشاد صاحب او بېنوا صاحب.
ځينو پوهانو د رحمان بابا په هکله تحقيق او پلټنې کړې دي هغه ټول پر دې اتفاق لري چې د رحمان بابا د اوسېدلو ځای يا کلی د بهادر کلی دی چې تقريبًا درې ميله د پېښور څخه ليرې دی، د رحمان بابا ژوند د مغولي شاهانو لکه شاجهان، اورنګزېب او د هغه د زامنو لکه معظم شاه عالم او اعظم شاه په وخت کې دی.
د پټې خزانې مولف محمد هوتک د رحمان بابا د زېږېدو کال (1043 هـ) ښوولی دی چې دا وخت د مغولي پاچا شاجهان د پاچاهۍ لومړی وخت و او د ده د پلار نوم عبدالستار و چې د ملا محمد يوسف يوسفزي څخه يې د فقهي علم زده کړی او د علم د حاصلولو په وخت کې يې څه عمر په کوهاټ کې هم تېر کړی دی.
رحمان بابا په خپلو اشعارو کې د شاه جهان او د هغه د زامنو (د اراشکو او اورنګېزب) نومونه هم ذکر کړي او دا په يقين سره ويلای شو چې رحمان بابا د اورنګزېب د وفات په وخت کې ژوندی و.
لکه بار د ونې پوخ شي ځينې رژي
زه هم هسې بار تړلی سربرا يم
اوس مې ځای په دې جهان کې پاته نه شو
خو زېدلی تر چهل او تر پنجاه يم
توره ږېره مې سوه سپينه زه حيران يم
چې رحمان لا نه بالغه شوم نه عاقل
زه خټک د يار په غم تازه تازه شم
غورياخېل رحمان که شو ورځني ستړی
د ديارلسمې هجري پېړۍ يو مشهور شاعر عبدالعظيم راڼيزی چې 1253 هـ کې ژوند کاوه د خدای بخښلي رحمان بابا په هکله داسې وايي :
خــدايـه وبخښې مومند عبدالرحمان
پرې نازل کړې خپل رحمت لکه باران
مېجر راورټي د رحمان بابا د استوګنې ځای هزارخانۍ يادوي، مګر پادري هيوز بيا د رحمان د اوسېدو ځای بهادر کلی يادوي
Add new comment