خوشحال خان خټک ژوند او فن ( لومړۍ برخه)

دا وینا له ویکپیډیا څخه اخستل شوې او د ښاغلي رفیع الله ستانکزي په مننې سره په څو برخو کې تاسو ته وړاندې کیږي. هیله ده د پښتو له دغه لوی شاعر او دهغه له شخصیت او فن سره په پیژندلو کې له تاسو سره مرسته وکړي. یادونه کوو چې دغه وینا له بیا کتنې او یو څه بدلونونو وروسته تاسو ته وړاندې کیږي.
د پښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشحال خان خټك په داسې حالت کې نړۍ ته ستر ګې وغړولې چې نورالدین جها نګیر د هند په نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود ، یعنی په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نوم شهباز خان ، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو . دده د زېږېدنې كال له دغه شعر نه ښه معلو میږ ي:
د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و چې زه راغـلـم پـه جـهـان
زه خو شحال د شهباز خان یم چې تـورزن یم کـان په کـان
شهبـاز خان د یحی خــــان و چې بـل نه و هســــی ځـوان
یـحــی خـان د اکــــــوړی و چـې په تـوره و سلـــــطان

ماشومتوب
خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې ګاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو .
ده په (۲۰) کلنۍ کې شعر ویلو ته شروع کړې ده او لو مړى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی دی ، لکه چې وایې :
په شل کاله دیګ زما د شعر په اور بار شو په دادور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي
ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپګان په وجه له هغه ځایه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته راغلی وو او اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې دده په غاړه کړه . دا چې دی یو ښه سړی وو ، نو د اکبر پاچا پام يې یې ځان ته كړى او په ده باندې یې هم زیاته مهر باني وکړه او ده هم ژمنه وکړه چې دی او قبیله به یې د پاچا وفادار او خدمتګار وي . ددغې لاری مخصول به هم ملک اکوړه اخیست او په دغه ځای کې یې یو سرای اباد کړ چې د (اکوړې) په نوم یاد یږي .
دغه سرداري تر خوشال خانه پوری راورسیده یعنی ، د ملک اکوړې نه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشحاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دبښتنولی احسا س پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیات درس ته نه پریښودم ، لکه چې وایې :
د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و که اخته نه وایې د ښکار په اشتغال
یا :
خدایه ته چې رړه کې اچـــوې دامینې چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې
د خوشال له کلیاتو نه هم مالومیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو .
د خوشحال خان د پېژندلو په باب سرچينې
کورنۍ سرچينې

خوشحال خان خټک
د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامه ، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی ، چې د څه کم څلورسو کالو راهسې دده کلتوري خزانه تر ننه پورې دافغان ولس د نړۍ د لویو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څیړنې وړ کرځیدلې ده . د څیړونکو ځیرکتنه به تر هغې پورې دغه کلتوري میراث ته وجود ولری ، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څیړنه بو خت وي . له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتې دي . دده اثار د شعر ، ادب ، ژبپوهنې او نورو بېلا بېلو پوهنو او څیړنو لپاره لوی دریاب دی ، چې لامبوزن هم پکې ستر کیږی خو دده برید ، پوله ، سر او تل به تر خپلې لامبو لاندې داخیل نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومانه وي .
په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي ، نو د همدغه اصل په نظر کې نیولو سره ، یانی دده د درناوي او نمانځنې په خاطر دوه لوی کتابونه په دوه لویو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول . دغه كتابونه په (۱۳۴۵)او (۱۳۴۶) کلونو کې د توریالي پښتون او ننګیالي پښتون په نومونو چاپ شوي ، خو دغه کتابونه ددغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د یو خورد مثال لري . په دغو دوو کتا بونو کې د هېواد او له هېواد نه بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي .
له دغو کتابو سره سره ، زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوریو هم لیکېي کړې دي لکه : پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان ګلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنه کړې ده . پوهاند صدیق الله رښتین د خوشال لانډه پیژند ګلوي په كې چمتو كړې ، چې دغه لیکنه په توریالي پښتون کې هم چاب شوې ده . پوهاند عبدالحی حبیبي صاحب هم د خوشال توره او قلم ، د پښتنو د خپلواكۍ او مبارزی بسټيز توكي ګڼلي دي . استاد ګل پاچا الفتهم د خان په شاعرۍ باندې لیکنه کړې او وایې ، چې دی د شاعرانه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو . د پښتو غزل بابا امیر حمزه شینواری وایې: د خوشال خان خټك د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د یو داسې نابغه انسان تقوا بریښي ، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري) .
خو ددې خبرې یادول ضروري دي ، هغه سرچينه ، چې د خوشال په باب یې لومړى څه خپاره کړي ، هغه پټه خزانه ده . وروسته نورو پوهانو هم دده په اړه کتابونه او مقالې لیکې دي لکه افضل خان يې په تاریخ مرصع کې یادونه کړې . له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشحال د سید رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي صاحب هم دده کلیات یو ځل بیا چاپ کړى چې دده د پیژندلو لپاره یوه سرچينه وه .
پر دغو کلیاتو سربېره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې هم دی پیژندل شوی او پښتانه شعرا کې ، چې بختاني صاحب راغونډکړی ، هم دده په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي . یو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نوميږي او د زلمي هېوادمل اثر دی ، په هغه كې هم د خان د پیژندلو او دده په اړوند د بهرنیو او داخلي پوهانو نظرونه راټول شوي ، او دا خبره هم پکې ذکر شوې ، چې دده په اشعارو کې درې برخي ډیري زیاتې دي لکه : توره ، ښځه او ښکار . همدارنګه د خان په باب په زړه پورې مالومات د (خوشحال کیست ) په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې دده د پیژندلو لپاره یوه غوره ذخیره ګڼو . دشهسوار سنګروال په زیار هم د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ خپور شو ، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند ، پیروان او ددغې دورې نور لیکوالان ذکر شوي ، خو په دې وروستیو کالونو کې هم د خان د فکر ، عمل ، کردار ، اشارو او نورو ښیګڼو باندې په زړه پورې اثار ولیکل شول ، چې دلته يې د ځنينو یادونه كوم :
1. د پېښور پښتو اکیډمۍ یوه درې میا شتنۍ مجله د خوشال دریو یو په نوم خپره کړه چې د بېلا بېلو ادبپوهانو له خوا بېلا بېلې لیکنې پكې شوې دي ، البته د خوشالنظر دپښتون د اصل او نسب په باب ، د خوشال فکر او عمل او داسی نور .
2. د پوهاند مجاور احمد زیار په واسطه . یو بل کتاب د خوشال ازلی پښتو یو ژبپوهنه شته ده خپور شوی چې البته د خوشال اشعار یې د ژبپوهنې له نظره توضیع کړي دي .
3. خوشال او فلکلور یو بل کتاب د داور خان داور په زیار خپور شوى ، چې د خوشال په اشعارو کې فلکلوریک مسایل يې پكې څیړلي دي .
4. د عبدالواجد واجد په واسطه بل کتاب د خوشحال سبک او په پښتو ادب کې د سبک اغیزي هم یوه په زړه پورې لیکنه ده چې مکمل مالومات خلکو او دادب مینانو ته ورکولی شي.
5. د دوکتور عبدالاحد جاوید هم یوه رساله (نګاهی به اشعار دري خوشحال ) په (۱۳۵۷) کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې چاپ کړه .
6. د قيام الدين خادم يوه مقاله (خوشحال څه زده کړه) په (۱۳۵۸) لمريز کال په اکاډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول د خوشحال په اړوند ګټوره ده.
7. خو شحال او جمالیات دډاکتر اقبال نسیم خټک اثر دی ، چې د پېښور په پښتو اکیډمۍ کې چاپ شوی دى.
8. د تورې او قلم خاوند دمحمد نواز خټک اثر دی چې په (۱۹۶۱ع) کال کې خپور شوی چې دا هم یو په زړه پورې اثر دی .
9. د حاجی پردل خان په واسطه د خوشحال دستارنامه هم په پېښور اكاډمۍ کې چاپ شوې ده .
10. د خوشحال زنځیرۍ دحبیب الله رفیع په زیار دپېښور پښتو اکیډمۍ چاپ کړې ده .
د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نه ختمیدونکې دي ، بلکې په سلګونو مقالې ،کتابونه دده د پیژندلو او د اشعارو په مختلفو اړخونو باندې چاپ شوي دي ، چې اوس او پخوا دده د پیژندګلوۍ لپاره یوه مهمه منبع گڼل كيږي . د کابل مجله چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبیاتو له خوا چاپيږي ، ددغې مجلې څیړونکي دده په باب په هره ګڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه : د خوشحال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینه د علي محمد لیکنه ، (۱۳۸۴ه) کال کې چاپ شوې او په همدغې ګڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د( خوشحال په اشعاروکې د ګلستان اغیزی ) چاپ شوې ده . د(۱۳۸۰ه) کال د کب د میاشتې مجله کې د سیال کاکړ لیکنه (خوشحال او پښتو) او همدغې ګڼه کې د عبدالحی حبیبي لیکنه (د خوشحال په اشعاروکې انتقادي څانګه ) په (۱۳۸۲) کال په (۹) ګڼه کې علی محمد منګل لیکنه (خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو) تر سرلیک لاندی خپره شوه . یو بل په زړه پورې کتاب د کاند ید اکادیمسن محمد صدیق روهي په زیار د (خوشحال اخلاقي ایډیال ) په نوم خپورشوی ، خوشحال د ښوونې او روزنې فلسفه ، په معاصر افغانستان کې خوشال پیژندنه ، خو بلاخره دومره ویلی شم چې هر څومره په خوشحال بابا او د هغه د پیژندلو په باب باندې وغږیږو ، خلاصون نه مومي . ددې لیکنې لپاره همدومره بسنه کوي .
باندنۍ سرچينې
خوشال نه یوازې د پښتو ژبې یو ستر او نامتو شاعر وو ، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي . همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل ، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توګه اوڅار دى ، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو ، شاعرانو او څیړونکو په وړاندې د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال ګڼل کیږي . دده په اړوند لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه را استولي دي . جارج مار ګنسټرن د خوشال د شاعرۍ په باب څر گندوي : " د نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدریې کوم . خوشال حق لري ، چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي . هغه خدمت چې ده پښتو ژبې ته کړی ، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی ۰۰۰ زه د لو یدیځوال په حیث ۰۰۰ د لو یدیځ پوهنتون د یو سپین ږیري استاد په توگه خو شاله یم ، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې ". سراولف کیرو د لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته یو لیک راستولی وو ، چې یوه برخه یې دلته راوړو :"۰۰۰لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی ، ځکه چې خیال کوی زه به د ستاسو ددې شاعر منتخابات ، چې ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انګریزي کړي دي ،کابل ته درولېږم " .
همدارنګه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسور میکنیزي لیک هم دلته راوړو :
(۰۰۰د پښتو ټولنې د پیدونکو مهربانیو قدر ښه پیژنم ۰۰۰او بله دا هیله کوم ، چې خوشحال په نوم نمانځنه به لویه کامیابی وګټي ۰ )
یو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې :
خوشحال د پښتو ډیر ستر اديب دی ، د ده اشعار په یورپ کې ډیر قدر لري
ډار مسټیټر د خوشحال په اړه داسې وایي :
خوشحال د توریالیتوب او شعر ګډ روح درلود
ګرکیسیون لیکی :
خوشحال خان د خټکو توریالی مشر وو ، دده شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي
{{بیډولوف]] د خوشحال په هکله څرګندوي :
خوشحال یو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو ، هیڅ داسې یوه خبره نشته ، چې په شعر کې یې نه وي راوستې ، زیاتره شعرونه یې د هیواد پالنې رنګ لري .
ډاکتر کریسن پخپل اثر " د افغانستان ادبیات " کې د خوشحال په اړه داسې نظر څرگندوي :
( خوشحال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار ګڼل شوی دی
روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم پخپل کتاب ( د روښانیانو ملي نهضت ) کې کښلي دي :
په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشحال خان خټک ګڼل کيږي . دی د خټکو مشر ، شاعر ، سپه سالار او جنگي شخصیت دی
همدارنګه نیکولای دوریانکوف ، سونخیف لو لف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشحال د ګڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرګندونې كړې او لري يې .
د خوشحال د پیژندنې او دده د اثارو په باب بهرنیو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې ، خو ځینې نامتو کتابونه یې دادي :
1. ګلشن روه دمسټر راورټي اثر دی ، چې په کال (۱۸۶۰ع) کې خپورشوی او خوشحال ته په ډیر ستر قدر قایل دى.
2. د پښتو شعر هارو بهار د ډار مسټیټراثر دی ، چې هغه هم د خوشحال پیژندنې لپاره یوه ذخیره ګڼل کیږی لکه چې مخکې مو یادونه وکړه .
3. کلید افغاني د پادري هیوز اثردی ، چې د خوشحال په اړه پکې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي دي .
4. پښتو منتخبات د ډورن اثر دی ، په کال (۱۳۵۶ه) کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شوی ، چې د خان په اړه پکې په زړه پورې مالومات ور کړ شوي دي .
5. خوشحال شناسی یو بل اثر دی ، چې په اردو ژبه د زیتون بانو په زیار په کال (۱۹۸۰ع) کې خپور شوى دي .
دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونه ول ، چې د خوشال په اړه یې مالومات خپاره کړي دي . البته زما همدومره تر خپل وس او قدرته پورې ول ، چې راټول مې كړل ، خو د بابا په اړه په سلگونو لیکوالو لیکنې کړې او تر اوسه پورې دغه لیکنې دده د اثارو په اړه کیږي . لنډه داچې ، دده اثار په دري ، روسي ، هندي ، ډنمارکي ، انګلیسي ، او اردو ژبو ژباړل شوي ، چې له دې شمېر نه الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی ، چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپریدو ته يې چمتو کړي دي . د خوشحال د پیزندلو ، کارنامو او د هغه د اثارو په اړه نه یوازې داخلي پوهانو ، بلکې خارجي پوهانو هم ډیر څه لیکلي ، چې پورته يې بحث تیر شو . د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ (phd) تیسیسونه لیکلي چې په لاندې ډول دي :
1. د میرمن خدیجه فیروزالدین په انګر یزي ژبه د (۱۹۲۸ـ ۱۹۳۸ع) کال پورې پای ته رسولی چې سريزه يې پرېشان خټک پښتو کړې ده .
2. پوهنوال دوکتور ګل محمد نورزي (دافغان کلاسیک شاعر خوشحال خان خټک ژوند ، هنر او تخلیق تر سرلیک لاندې په کال (۱۹۴۹ع) خپل تیسیس بشپړ کړی دی .
3. دوکتور محمد اقبال نسیم خټک هم د ( خوشحال او جمالیات ) تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس لیکلی چې د پښتو اکیډمۍ پېښور له خوا چاب شوی دى .
4. ختيځپوه پېلېوین میخایل سېرګۍیویچ د دوکتورا تیسیس د (خوشحال خان ) تر سرلیک لاندی بشپړ کړی ، چې په (۲۰۰۱ع) كال کې چاب شوی دى . دا وو ځینې تیسیسونه چې د دوکتورا لپاره د خوشحال په اړه ليكل شوي دي .

Add new comment