د طالبانو له ډلې د پاکستان د حکومت د ډزبندۍ غوښتنه
د پاکستان حکومت د طالبانو له ډلې وغوښتل چې بې له کوم وارمخکښې شرطه، ډزبندي اعلان کړي.
پرون د پاکستان د کابینې په غونډه کښې چې د دغه هیواد د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ ترسره شوه، له طالبانو وغوښتل شول چې ترهګرې حملې او د پاکستان د خلکو وژل بند کړي.
د طالبانو له ډلې څخه د ډزبندۍ د اعلانولو او په پاکستان کښې د تاوتریخوالو د بندولو لپاره له دغې ډلې څخه د اسلام آباد د حکومت غوښتنه په داسې شرایطو کښې ده چې د هغو ترمینځ د سولې وروستۍ خبرې اترې له ماتې سره مخامخ شوې دي.
د سولې له خبرواترو سره په یو وخت په کراچۍ ښار کښې د پاکستان د یوشمیر پولیسي ځواکونو او په مهمندو ایجنسۍ کښې د ایف سي ځواکونو د وژلو په شمول د طالبانو د ډلې د تاوتریخوالو دوام د دغه هیواد د حکومت لخوا د مذاکراتو د ځنډیدو سبب شو.
د پاکستان د حکومت او د طالبانو د ډلې له خوا اعلان شوي دریځونو د دواړه خواو ترمینځ د تفاهم د نشتوالي بیانونکي دي. په داسط شرایطو کښې چې د طالبانو ډله د پاکستان اساسي قانون د هغه څه په وجه چې (له اسلام سره سمون نه خوړل) یې بللي، نه مني، د دغه هیواد حکومت ټینګار کوي چې د سولې لپاره به یوازې له هغو ډلو سره مذاکره وکړي چې اساسي قانون مني او ورباندې پابند وي.
کارپوهان وايي، د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې د طالبانو له ډلې سره د سولې خبرواترو ته د کښیناستو لپاره د دغه هیواد د حکومت شرط ته په پام سره، په دې لړ کښې به د مسلم لیګ نواز واکمن ګوند هرډول هڅه او کوشش بې ګټې وي.
د پاکستان طالبان په دې سربیره چې د دغه هیواد اساسي قانون يې نه دی منلی، د سولې په خبرواترو پولې اړوندو شرطونو په تیره بیا په ټول هیواد کښې د ډزبندۍ اعلانولو شرط ته هم پاملرنه نه کوي.
د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرواترو له پیلیدو او دوام سره په یو وخت د طالب وسله والو د حملو او تاوتریخوالو دوام په همدې لړ کښې د جاجونې وړ دی.
مسلم لیګ و اکمن ګوند چې له تیرې جون میاشتې راهیسې یې په پاکستان کښې د ثبات او امنیت د برابرولو په موخه د طالبانو له ډلې سره د سولې خبرې اترې پخپله ایجنډا کښې راوستې وې، د سولې د خبرواترو له بهیر سره په یو وخت د طالبانو په حملو کښې د دغه هیواد د ۳۱تنو پولیسو او امنیتي ځواکونو له وژل کیدو وروسته په قبایلي سیمو کښې د دغې ډلې په پټن ځایونو باندې د پوڅ له حملې سره موافقه وکړه.
دا نظره مطرحه ده چې په څو وروستیو میاشتو کښې د طالبانو د ډلې په خلاف د پاکستان د حکومت د ځپونکو اقداماتو کمیدو د دغې ډلې د غړو لپاره دا برداشت رامینځته کړ چې ګني اسلام آباد له تندلاریتوب سره د مقابلې توان نه لري او د ثبات د ټینګیدو په موخه د سولې د خبرواترو لپاره به هم د زیاتو امتیازاتو ورکولو ته چمتو وي.
د پاکستان د رسندوي او سیاسي ټولنو له نظره، داسې شرایط سبب شول چې د طالبانو ډله په دغه هیواد کښې ترهګرې حملې زیاتې کړي.
د طالبانو له ډلې سره د اسلام آباد د حکومت د سولې د خبرواترو له ناکامه کیدو وروسته د پاکستان په قبایلي سیمو کښې د طالبانو په سنګرونو او مرکزونو باندې د پاکستان د پوځ له حملو سره د نوازشریف موافقې وښودله چې دی، د طالبانو د فعالیت له امله د رامینځته شوي امنیتي کړکیچ د سیاسي حل لارې په هکله له خپل تیر دریځه لاس په سر شوی دی او تریوه حده یې په دغې ډلې باندې د پوځي دباو د لازموالي په هکله د نیوکه کونکو او منتقدانو سټراټیجي منلې ده.
داسې ښکاري چې د ډزبندۍ د اعلانولو لپاره له طالبانو څخه د پاکستان د حکومت له غوښتنې سره سره ګرانه ده چې د اسلام آباد دغه دریځ عملي شي ځکه چې د دغې ډلې مخینې ښودلې ده چې دا شان غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکوي.
همدا وجه ده چې په دې وروستیو دوو اونیو کښې د پاکستان د حکو مت او د طالبانو د ډلې ترمینځ د سولې د خبرواترو د پیلیدو د خبر په خپریدو سره، سیاسي څارونکو د هغو د ماتې اټکل وکړ.
Add new comment